کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰) :د پاکستان پوخ ویلي چې په بلوچستان ایالت کې د نښتو پر مهال اوه سرتیري او ۱۵ بریدګر وژل شوي دي.
د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې، د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په بریدونو کې څلور سرتیري ټپي شوي هم دي.
سرچینې زیاته کړې، “د لومړنیو څیړنو له مخې استخباراتي ادارو د ترهګرو او هغوي د روزونکو تر منځ د اړیکو نیولو مخه نیولې چې په افغاستان او هند کې وو”.
پاکستان تل په هند تور پورې کوي چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره مرسته کوي خو هندي چارواکو دا تورونه رد کړیدي.
د بي بي سي د راپورنو له مخې، بلوڅانو د آزادۍ پوځ په نامه بلیتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې په پوځي پوستو بریدونه دوي کړي. دې ډلې په یوې اعلامیې کې چې خپل د ټیلیګرام په چینل کې یې خپره کړې ویلي چې برید د هغوي د “ځان وژنې” قطعې کړی او د لسګونو پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کړې.
دا بریدونه تیره ورځ ناوخته د نوشکي ولسوالۍ کې پر حکومتي ځواکونو شوي ، یادې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د یو افسر په ګډون پکې لږ تر لږه ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي”.
خو د پاکستان د پوځ یو جګپوړي غړي دا ادعا “درواغ” بللې.
په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په یو ثبت شوي ویډیوي پیغام کې ویلي چې د بلوچستان ایالت د ناوشکي او پنجګور په ولسوالیو کې چې دغه بریدونه پکې شوي، تصفیوي عملیات پیل شوي.
بلوڅ بیلتون غوښتونکو پدې تیرو څو اوونیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.
د بلوڅ بیلتون غوښتونکو یو بلې ډلې “د بلوچستان د آزادۍ جبهې” هم تیره اوونۍ د دې ایالت د کیچ په ولسوالۍ کې د پوځ په یوې پوستې په برید کې ۱۰ پاکستاني سرتیري وژلي و.
په برید کې یوازې یو وسله وال وژل شوی و او نور یې په تیښته بریالي شول.
Views: 185
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن