ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان هغه راپورونه چې (A) ګروپ وینه لرونکي کسان د کرونا له خطر سره مخ دي ردوي

طبي پوهان هغه راپورونه چې (A) ګروپ وینه لرونکي کسان د کرونا له خطر سره مخ دي ردوي

author avatar
9 Feb 2022 - 11:21
طبي پوهان هغه راپورونه چې (A) ګروپ وینه لرونکي کسان د کرونا له خطر سره مخ دي ردوي
author avatar
9 Feb 2022 - 11:21

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): طبي پوهانو په انټرنېټي پاڼو او یو شمېر رسنیو کې په دې اړه خپاره شوي خبرونه چې (A) ګروپ وینه لرونکي خلک ډېر پر کرونا اخته کېږي رد کړي او وايي، دغه خبرې نه دي ثابتې شوې.

اوازې:

(A) ګروپ وینه لرونکي خلک پر کرونا د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخ دي او د نازوغۍ سخت حالت تېروي.

د (Aaghanistan cronavirus) په نوم اڼترنېټي پاڼې لیکلي، هغه کسان د نورو په پرتله پر کرونا د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخ دي چې د وینې ګروپ یې (A) وي.

په ورته وخت کې یوې بلې رسنۍ هم په دې اړه راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي: “څېړونکو موندلې، هغه کسان چې د وینې ګروپ یې (A) دی، د کرونا ناروغۍ له امله د ساه لنډۍ ستونزې له ډېر خطر سره مخ دي.”

په ورته وخت کې د داخلې ناروغیو متخصص ډاکتر محمد نصیر جاله په یو ویډیو کلېپ کې هم دې موضوع ته اشاره کړې او وايي: “تازه څېړنو ښودلې چې په فرانسه کې هغه کسان ډېر پر کرونا اخته کېږي چې د ویني ګروپ یې (A) وي.”

نوموړي دې ته په اشاره چې دغه څېړنه کوچنۍ ده او پر څلوېښتو کسانو ترسره شوې، زیاته کړه: “د دې څېړنې پایلې ښيي چې یاد کسان چې د وینې ګروپ یې (A) دی، د ناروغۍ سخت حالت تېروي.”

حقیقت موندنه:

خو طبي پوهان وايي چې تر اوسه دغه موضوع نه ده ثابته شوې او د یوې فریضې په حد کې ده.

د افغان – جاپان روغتون د جدي مراقبتونو یا (ICU) برخې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو کې داسې نظریات موجود وو چې د A ګروپ وینه لرونکي کسان د نورو ګروپونو په پرتله پر کرونا د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخ دي، خو وروسته دا نظر ثابت نه شو.

هغه زیاته کړه: “تر اوسه نه ده روښانه شوې چې کوم کسان کم او کوم کسان ډېر پر کرونا اخته کېږي، ځکه چې د وینې ګروپ په دې برخه کې ډېر تاثیر نه لري.”

نوموړي وویل، دغه خبرې نه دي ثابتې شوې، یوازې د فرضیې په حد کې وې او له همدې امله د منلو وړ نه دي.

د ده په خبره، پر کرونا ویروس اخته کېدل او د ناروغ د وضعیت خرابېدل د بدن په مقاومت پورې اړه لري او باید وویل شي چې د بدن مقاومت له عمر سره اړیکه نه لري، ځکه داسې کسان شته چې ډېر عمر لري خو د بدن مقاومت یې د ناروغیو پر وړاندې ډېر لوړ دی.

دغه راز د شیخ زاهد روغتون رییس ډاکتر وحدت الکوزي مخکې پژواک ته وویل، مخکې چین کې مطالعات ترسره شوي و، دغه مطالعاتو روښانه کړې چې د A ګروپ وینه لرونکي کسان د نورو ګروپونو په پرتله ډېر پر کرونا اخته او له دې امله ساه ورکوي.

هغه زیاته کړه: “تېره تیوري چې ګواکي هغه کسان چې د وینې ګروپ یې A دی پر کرونا ډېر او هغه کسان چې د وینې ګروپ یې O دی پر کرونا کم اخته کېږي، رد شوې ده.”

نوموړي وویل، د ۲۰۲۰ کال په جریان کې د امریکا په درېیو ایالتونو کې پر ۱۰۸ زره کسانو د وینې د ګروپ په اړه مطالعه ترسره شوې وه، ښودله چې پر کرونا ناروغۍ اخته کېدل او د نارغ وضعیت خرابېدل د وینې له ګروپ سره اړیکه نه لري.

د هغه په خبره، پر کرونا اخته کېدل او د ناروغ وضعیت خرابېدل ټولو کسانو کې یو ډول دي.

هغه روښانه کړه چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کرونا په اړه ډېرې مطالعې ترسره کېږي او همدا اوس هم هڅې روانې دي چې پر کرونا د اخته کېدو او د دې ناروغۍ له امله د مړینې د کچې د کموالي لپاره امکانات ډېر شي.

په ورته وخت کې کابل ښار کې د داخلې یو تن ډاکتر نورالحق یوسفزي وویل، تر اوسه اصلا نړۍ کې کومه اساسي څېړنه نه ده شوې \چې ثابته شي د وینې کوم ګروپ لرونکي کسان د کرونا ناروغۍ پر وړاندې ډېر زیان منونکي دي.

په ورته وخت کې د «parsteblab» سایټ د «ارتباط نوع گروه خونی و خطر ابتلا به COVID-19» په نوم مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي: ((د څېړنو په تازه پایلو کې ثابته شوې چې ستاسو د وینې ګروپ (A,B,O,AB) پر کرونا ویروس د اخته کېدو له خطر سره اړیکه نه لري.))

سرچینې لیکلي چې د امریکا په درېیو ایالتونو کې د روغتیا شبکې له خوا پر ۱۰۸زره کسانو جامع مطالعې او څېړنو د وینې د ګروپونو او پر کرونا ویروس د اخته کېدو د خطر ترمنځ هیڅ اړیکې نه دي پیدا کړې.

د خپاره شوي مطلب له مخې دې پراخې مطالعې ته په توجه ښکاري چې د وینې ګروپ او د حساسیت یا پر کرونا ویروس د اخته کېدو ترمنځ هیڅ اړیکه نشته.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر پژواک ته وویل: “تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه چې د A ګروپ وینه لرونکي کسان ډېر پر کرونا اخته کېږي څه نه دي ویلي.”

نوموړي زیاته کړه، د کرونا د خطر په لومړۍ کرښه شاملو کسانو کې پر مزمنو ناروغیو لکه شکر، سرطان، تنفسي سیستم او دفاعي سیستم ناروغیو اخته او ډېر عمر لرونکي کسان شامل دي.

Visits: 238

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.