ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په میدان وردګو کې د غشو ویشتلو سیالۍ؛ د چک ولسوالۍ د خواجه انګور لوبډلې بریا خپله کړه

په میدان وردګو کې د غشو ویشتلو سیالۍ؛ د چک ولسوالۍ د خواجه انګور لوبډلې بریا خپله کړه

author avatar
11 Feb 2022 - 14:25
په میدان وردګو کې د غشو ویشتلو سیالۍ؛ د چک ولسوالۍ د خواجه انګور لوبډلې بریا خپله کړه
author avatar
11 Feb 2022 - 14:25

میدان ښار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۰): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالي کې د دوو کلیو د غشو ویشتونکو ترمنځ دویمه سیالي پرون د دوو نومرو په توپیر د خواجه انګور لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دا لوبې په چک ولسوالۍ کې د خوات سیمې د «ادمخېلو» او عربانو سیمې د «کوز خواجه انګور» کلیو ترمنځ پیل شوې وې چې لومړۍ سیالي د سلواغې په ۱۹مه ادمخېلو کلي د یوې نومرې په توپیر ګټلې وه.

د خواجه انګور لوبډلې یوه غړي نصاح‌ الدین نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې ورځې لوبه د دوی کلي کوز خواجه انګور د دوو نومرو په توپیر وګټله.

هغه وویل: «که څه هم لوبه په لومړیو کې د ادمخېلو په ګټه معلومېده خو له غرمې وروسته خواجه انګور کلی مخکې شو او لوبه یې د دوو نومرو په توپیر وګټله.»

د غشو ویشتلو لوبې نندارې ته له یوه بل کلي ورغلي کس چې نه غواړي نوم یې یاد شي وویل، لوبه د سهار په شاوخوا نهو بجو پیل او ښه ترسره شوه.

د غشو ویشتلو لوبه اوږده مخینه لري چې په کلیوالي سیمو کې د ژمي په موسم کې د واورې ورېدو پر مهال کېږي او خپلمنځي سیالۍ کوي.

Views: 315

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.