Language

تېره اوونۍ افغانستان کې لږ تر لږه دېرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): تېره اوونۍ «جینوا غږ ناستې»، بریتانیا او چین د افغانستان د سرپرست حکومت په اړه مثبت پیغامونه لرل، خو هېواد کې د وړمې اوونۍ په پرتله د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې، ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

 د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • د جینوا غږ په ناسته کې افغان چارواکو له ځینو هېوادونو او موسسو سره پر بېلابېلو مسایلو هوکړه وکړه.
  • د مارچ په وروستیو کې چین کې د افغانستان د ګاونډیو او افغان حکومت د استازو په ګډون ناسته جوړیږي.
  • بریتانیا وایي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره په تعاملاتو او بشري مرستو کې ډېروالی راولو.
  • د بریتانیا د پوځ پخوانی مشر: لوېدیځ باید دا حقیقت ومني چې «طالبان اوس د افغانستان حکومت» دی.
  • ضمیر کابلوف، افغانستان کې د بشري حقونو پر تامین او په حکومت کې د ټولو قومونو پر ګډون ټینګار کوي.
  • چین: ډاډ ورکوو چې د افغانستان نوی حکومت له نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.
  • د بایډن فرمان: کېدای شي د افغانستان درې نیم میلیارد ډالر، د سپټمبر۱۱مې قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.
  • د بایډن فرمان د ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو، عامو خلکو او د بشري حقونو څار ادارې له سخت غبرګون سره مخ شو.
  • تېره اوونۍ افغانستان کې لږ تر لږه دېرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې يو غل وژل شوی او يو بل ټپي دی، د همدې ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې لاریون کوونکو ویل چې امنيتي ځواکونو هلته يو تن وژلی او د کابل ښار په پل سوخته سيمه کې هم یو تن په هدفي برید کې وژل شوی.

دغه راز تېره اوونۍ د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند سیمه کې یوه مېرمن او د هغې دوه لوڼې وژل شوي او د همدغه ښار د شپږمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې وسله والو د کالي ګنډلو د يوې کارخانې مسوول وژلی دی.

دغه راز خپاره شوي راپورونه ښیي چې تېره اوونۍ د غزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د تښتول شوي مشر مړی وموندل شو، په نیمروز کې هم یو په نشه یي توکو روږدی کس وژل شوی، د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی، د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د زړې مرمۍ په چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي او د بادغيس په مرکز قلعه نو کې هم چاودنې یو تن وژلی او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه راز راپورونه ښيي چې تېره اوونۍ پنجشېر کې د امنيتي ځواکونو پر رنجر موټر د ماين چادونه شوې ده. د سیمې ځینو اوسېدونکو ادعا کوله چې په دغې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي، خو ولایتي چارواکي دغه ادعا ردوي او نورو سرچینو هم نه ده تایید کړې.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په ټول هېواد کې يوازې يو تن وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال به په اوونۍ کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

نړیوالې ناستې

تېره اوونۍ د «جینوا غږ» په نوم یو نادولتي بنسټ په نوښت تېره اوونۍ جینوا کې یوه ناسته جوړه شوه چې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي هم په کې برخه لرله.

د افغانستان سرپرست حکومت ویلي پلاوي یې په جینوا کې سره صلیب نړيوالې کمېټې، بې پولو ډاکټرانو او ګلوبل فنډ موسسې د استازو تر څنګ، د بريتانیا او سويس له چارواکو سره ناستې لرلې وې.

د جینوا غږ ناستې په اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواوو، د بشري خدماتو په تسهیل او د مرستو او کارکوونکو د تحفظ لپاره پر کار کولو، د روغتیایي مرکزونو پر ساتنې او پرمختګ، د راټولو شویو ماینونو په له منځه وړو، د چاپیرال او کلتوري میراثونو پر ساتنې، د ټولو افغانانو لپاره د تحفظ او د هغوی د تعلیمي پروسو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو او له جینوا غږ سره د بشري چوپړ او بشري نورمونو په اړه پر همکارۍ او په افغانستان کې د ملکیانو د ساتنې په اړه د دغې ادارې د رول پر تایید هوکړه وکړه.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو درېیمه ناسته

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د سرپرست حکومت د استازو په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ناسته د روان کال د مارچ په وروستیو کې په چین کې جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي و چې سرپرست حکومت د افغانستان په اړه د سیمې له ناستو ملاتړ کوي او د هېواد په ګټه یې بولي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو (ایران، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان) د بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ ناسته د پاکستان په کوربه توب په مجازي ډول د وږي په ۱۷مه تر سره شوه. وروسته د لړم په پنځمه د تهران ناسته جوړه شوه چې په هغې کې روسیې ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

له سرپرست حکومت سره د بریتانیا، چین او روسیې تعامل

په افغانستان کې د بریتانیا سفیر هیوګو شارټر وايي، له افغان حکومت سره په تعاملاتو او بشري مرستو کې ډېروالی راولي او د افغانستان د بانکي سکټور په پراختیا کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د پوځ پخواني مشر ډېوېډ ریچارډز تېره اوونۍ وویل: «هغه وخت رارسېدلی چې ومنو، جګړه مو بایللې» او بايد د افغانانو د خوندي کولو لپاره د دې هېواد له «نويو مشرانو» سره په ګډه کار وشي او لوېدیځ باید دا حقیقت ومني چې «طالبان اوس د افغانستان حکومت» دی.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف بیا وايي، روسيه چمتو ده چې که طالبان د بشري حقونو او په حکومت کې د ټولو قومونو ګډون لپاره لاره هواره کړي، دوی به د مشروعيت تر لاسه کولو په چاره کې له «طالبانو» ملاتړ وکړي.

دغه راز، چین وايي، د سیمې هېوادونو ته به ډاډ ورکړي چې د افغانستان نوی حکومت له هغوی او نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

ګنګل شوې پانګه

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې ده.

د فرمان له مخې، ټاکل شوې د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

د راپورونو له مخې، دغه قضیه د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې لپاره د «طالبانو» خلاف ثبت کړې چې د دغو بریدونو پر مهال یې د القاعده شبکې مشرانو ته پناه ورکړې وه.

دغه کړنه د ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو، عامو افغانانو او د بشري حقونو د څار ادارې له سخت غبرګون سره مخ شوې. هغوی د امریکا د ولسمشر پر دغه فرمان سختې نیوکې کړي او یاده پانګه یې د افغانانو حق بللی دی.

د مرستو دوام

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي ویلي چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د ښوونکو د وضعيت د ښه والي لپاره ۵ ميليونه يورو مرسته کوي، افغانستان ته د ترکیې ۷۵۰ ټنه مرستې راورسېدې، د چین ۷۳۰ ټنه غنم هم افغانستان ته پر لاره دي، پاکستان هم له افغانستان سره د ۳۱۰ ټنه توکو مرسته وکړه او د افغانستان بانک وايي، تېره اوونۍ هېواد ته د بشري مرستو لپاره د ۳۲ میلیون ډالرو بله کڅوړه هم راورسېده.

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي افغانستان کې له بېځایه شوو سره په بېړنۍ توګه د بشري مرستو لپاره ۵۸۹ میلیون ډالر مرستې ته اړتیا ده.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) ویلي  چې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) افغانستان کې ځینې غیر بودیجوي فعالیتونه د دغې ادارې تر مدیریت لاندې پیل کړي دي.