Language

په لوګر کې د پاسپورټ وېش له یوې میاشتې ځنډ وروسته بیا پيل شو

پل علم (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): د لوګر امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش له یوې میاشتې ځنډ وروسته د یوې نوې طرحې له مخې بیا پیل شو.

د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاسپورټ وېش سر له ننه بیا پیل شو او خلک کولای شي له ټاکلي مهالوېش سره سم خپل غوښتنلیکونه په خپلو ولسوالیو کې احکام کړي.

هغه زیاته کړه: «د پاسپورټ وېش میاشت مخکې د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی و چې سر له ننه د یوې نوې طرحې له مخې بیا پيلېږي، د پاسپورټ غوښتونکي به لومړی خپل غوښتنلیکونه په ولسوالیو کې احکاموي او بیا به امنیې قوماندانۍ ته مراجعه کوي.»

دی وايي، د لوګر د پاسپورټ امریت اوسمهال د ورځې د ۸۰ پاسپورټونو د وېش وړتیا لري چې په مرکز او ولسوالیو کې له پخواني مهالوېش سره سم وېشل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics