منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې د پاسپورټ وېش له یوې میاشتې ځنډ وروسته بیا پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۷۵ کتنې
MOSCOW REGION, RUSSIA - DECEMBER 1, 2021: A passenger of an evacuation flight from Afghanistan to Russia holds an Afghan passport after arriving at the Chkalovsky airfield. Three Ilyushin Il-76 aircraft of the Russian Defense Ministry delivered humanitarian aid to the Afghan people and evacuated 214 nationals of Russia, Kyrgyzstan, and Afghan students studying in Russian universities. Stanislav Krasilnikov/TASS (Photo by Stanislav KrasilnikovTASS via Getty Images)

پل علم (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): د لوګر امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش له یوې میاشتې ځنډ وروسته د یوې نوې طرحې له مخې بیا پیل شو.

د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاسپورټ وېش سر له ننه بیا پیل شو او خلک کولای شي له ټاکلي مهالوېش سره سم خپل غوښتنلیکونه په خپلو ولسوالیو کې احکام کړي.

هغه زیاته کړه: «د پاسپورټ وېش میاشت مخکې د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی و چې سر له ننه د یوې نوې طرحې له مخې بیا پيلېږي، د پاسپورټ غوښتونکي به لومړی خپل غوښتنلیکونه په ولسوالیو کې احکاموي او بیا به امنیې قوماندانۍ ته مراجعه کوي.»

دی وايي، د لوګر د پاسپورټ امریت اوسمهال د ورځې د ۸۰ پاسپورټونو د وېش وړتیا لري چې په مرکز او ولسوالیو کې له پخواني مهالوېش سره سم وېشل کېږي.

خلک د پاسپورټ د وېش په بیا پیلېدو خوښ دي خو په دې پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د پل علم یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، پاسپورټ د هر افغان حق دی، خو حکومت په یوه او بله بهانه څو ځلې د پاسپورټ وېش ودراوه چې دې کار خلکو ته ستونزې جوړې کړې.

هغه زیاته کړه، د حکومت دنده دا ده چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالجبار پژواک اژانس ته وویل، خلک د خپلو اړتیاوو له مخې پاسپورټ اخلي، له یوې خوا ګڼه ګوڼه ده او له بلې بیا تخنیکي ستونزې پلمه شي او دغه بهیر ودرول شي.

نوموړی له اړوندو چارواکو غواړوي چې د پاسپورټ د وېش بهیر اسانه او چټک کړي.

د یادونې ده چې په تېرو پنځو میاشتو کې په لوګر کې د پاسپورټ د وېش بهیر درې ځلې درېدلی او بیا پيل شوی چې چارواکي یې لامل تخنیکي ستونزې یادوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized