ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې درې غله نیول شوي دي

په غزني کې درې غله نیول شوي دي

author avatar
14 Feb 2022 - 11:58
په غزني کې درې غله نیول شوي دي
author avatar
14 Feb 2022 - 11:58

غزني (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني د امنیې قومانداني چارواکي وايي، درې تنه غله یې نیولي چې له یوه کوره یې موټرسایکل او سره زر غلا کړي وو.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شوي درې غله د غزني ښار د پنځمې امنیتي حوزې کسانو د قلعه قدم او کډوالو په ښارګوټي کې نیولي دي.

هغه زیاته کړه، غلو په همدې سیمه کې له یوه کور څخه موټرسایکل او سره زر غلا کړي وو چې له دغو توکو سره یو ځای ونیول شول.

دی وايي، له نیول شوو کسانو پلټنې پیل شوې چې دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د غزني اوسېدونکي د غلاوو ډېرېدو اندېښمن کړي او غلو ته سخته سزا غواړي.

د غزني ښار اوسېدونکي نعیم الله پژواک اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې له کورونو غلاوې ډېرې شوې دي چې امنیتي ارګانونه یې باید مخنیوی وکړي.

دی زیاتوي، که د غلو خلاف جدي چلند وشي او نیول شوو غلو ته سزا ورکړل شي نو دا پېښې به راکمې شي.

Views: 188

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.