Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې اته پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې اته پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
24 Oct 2024 - 16:02
د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې اته پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
author avatar
24 Oct 2024 - 16:02

پل‌علم (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د لوګر ولایت د لوړو زده‌کړو موسسه کې د ۶۶ میلیون افغانیو په لګښت د اتو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو پرانيستې مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وزیر مولوي ندا‌ءمحمد ندیم او د لوګر ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ګډون کړی و.

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې ريیس مولوي ضیاالاحمد صارم وویل، په دغو پروژو کې د لوړو زده‌کړو موسسې احاطوي دیوال، عمومي دروازه، څلور ژورې څاګانې، یو معیاري کانټېن، یو سایه‌بان، لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د برېښنا او نوري فایبر نښلول شامل دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو پروژو له پرانيستې سره اوس د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې د ښوونکو او محصلینو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

بلخوا د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم وویل، لوړو زده‌کړو وزارت د هېواد په کچه د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو ودانیو او اړتیاوو پوره کولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د ده په وینا، که چېرې په هر ولایت کې پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو موسسې معیاري ودانۍ او اسانتیاوې ولري، محصلین به یې په لوړ معیار وروزل شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، هڅه کوي چې د لوګر ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير لوګر کې یوې غونډې ته ویلي وو چې د عصري علومو زده کول یوه مهمه اړتیا ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.