ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره اوونۍ افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Feb 2022 - 16:46
تېره اوونۍ افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Feb 2022 - 16:46

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، په افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن فرمان له غبرګونونو سره مخ شو او ملګرو ملتونو تمه وښوده چې مارچ کې به د افغانستان لپاره ۴،۴ میلیارد ډالره مرسته تر لاسه شي.

د تېرې اوونۍ مهم سیاسي، امنیتي او اقتصادي خبرونه:

  • د افغانانو د شتمنۍ د وېش په اړه د بایډن فرمان له کورنیو او بهرنیو غبرګونونه سره مخ شو.
  • افغان پلاوي قطر کې د اروپایي او خلیجي هېوادونو له استازو سره په بېلابېلو مسایو خبرې وکړې.
  • ملګري ملتونه او بریټانیا: تمه ده مارچ کې یوه نړیواله غونډه کې د افغانستان لپاره ۴،۴ میلیارد ډالره مرسته تر لاسه شي.
  • امریکا وایي، د افغانستان د سرپرست حکومت پر ضد د مقاومت د هیڅ ډلې ملاتړ نه کوي.
  • د تېر حکومت یو مهم چارواکی (سلام رحیمي) بېرته کابل ته راستون شو.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. په دغې مرګ ژوبله کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، د کابل په کارته پروان سيمه کې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي د مرستیال انجنیر محمد خان د کورنۍ درې کسان په خپل کور ووژل شول. محمدخان ته نږدې سرچینې وایي پر کور یې وسله وال برید شوی، خو حکومتي سرچینې وایي له بهر نه برید نه دی شوی او یاد کسان په کور کې دننه وژل شوي دي.

د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې له امنیتی ځواکونو سره په نښته کې دوه غله وژل شوي او يو بل ټپي دی.

دغه راز تېره اوونۍ ناپېژانده وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو صراف پر ډزو وژلی او د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د پاکستاني نظامیانو په راکټي بريدونو کې دوه کسان ټپيان شوي دي.

خپاره شوي راپورونه ښیي چې تېره اوونۍ د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د ولسي جرګې د پخواني غړي حبيب افغان پر موټر په وسله وال بريد کې د دوو امنيتي ځواکونو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی، د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو یو ډاکټر وژلی او د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې ناچاودې مرمۍ د يو ماشوم ژوند اخيستی دی.

دغه راز راپورونه ښيي چې په کندهار ښار کې د یوې ښځې جسد موندل شوی او د بادغیس په قلعه نو ښار کې خاوند خپله مېرمن وژلې ده.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري میاشتي له تحول مخکې، هره اوونۍ سلګونو تنو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

د افغانانو د شتمنۍ د وېش په اړه د بایډن پر فرمان نیوکې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وړمه جمعه په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ؛ د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې ده.

د فرمان له مخې، ټاکل شوې د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

دغه فرمان بېلابېل کورني او نړيوال غبرګونونه له ځان سره لرل.

کورني غبرګونونه

د افغانستان بانک دغه پرېکړه د افغانستان ولس په حق کې ناعادلانه او د نه منلو وړ بولي او وايي چې هیڅ کله دا پرېکړه نه مني. دغه راز د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وايي، که امريکا د افغانستان د پانګې په اړه خپل دريځ بدل نه کړي، دوی به د دغه هېواد په اړه پر خپلې پاليسۍ له سره غور وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي په بهر کې کنګل شوې شتمني باید په نورو چارو کې ونه لګول شي او په يادو لس میلیارد ډالرو کې دوه میلیارد ډالر یې د خصوصي برخې دي.

 د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د امریکا له خوا کنګل شوې پیسې د افغانانو دي؛ ټولې باید افغانانو ته ورکړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا، هم پر یاد فرمان نیوکه کوي، وایي، له دې امله چې امریکا یې دوست ګڼلې، د ګناه احساس کوي او له افغانانو بښنه غواړي.

په کابل او يو شمېر ولايتونو کې ګڼ شمېر افغانانو او صرافانونو د لاريونونو او ناستو پر مهال او په بهر کې ځينو مېرمنو په يو پرانيستي ليک کې د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امريکا پرېکړه دردوونکې بللې، وايي د سپټمبر ۱۱مې د برید عاملين افغانان نه دي؛ یاده شتمني د افغانانو ده او امريکا دې په دې اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د عمل ولسي ټولنه هم د امريکا د ولسمشر له وروستۍ پرېکړې سره مخالفت څرګندوي او ټينګار کوي چې ټولې کنګل شوې پیسې بايد ازادې شي.

نړيوال غبرګونونه

چین د افغانستان د پانګې په اړه د جوبایډن فرمان ته په غبرګون کې وايي، د نړۍ تر ټولو شمتن هېواد (امریکا) د نړۍ تر ټولو بېوزلي هېواد (افغانستان) پيسې غلا کوي. سرچينه زياتوي، امریکا که هر څه بهانه کوي، خو د افغانستان شتمنۍ د افغانانو دي او افغانان یې باید په اړه تصمیم ونیسي.

په افغانستان کي د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر وایي، د امریکا له لوري ګنګل شوې پانګه په افغانانو پورې اړه لري او پاکستان باید د سپټمبر یوولسمې بریدونو قربانیانو ته تاوان ورکړي.

خو د امریکا شارژدافیر جان جانسن وایي، د افغانستان د ګنګل شوو پيسو د وېش په اړه د بایډن خبره په رسنیو کې غلطه تعبیر شوې او کېدای شي یوه برخه یې د افغانستان بانک ته ورکړل شي.

قطر ته د افغان پلاوي سفر

تېره اوونۍ (دوشنبه) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی قطر ته ولاړ او هلته یې د خلیجي هېوادونو له استازو، د ۱۶ اروپایي هېوادونو له استازو، د خليج د همکارۍ شورا له غړو او د مسلمانو علماوو د اتحاد له مشر او د امریکا له شارژدافیر سره په جلا، جلا ډول وکتل.

د خليجي هېوادونو استازو ژمنه کړې چې له افغانستان سره د روغتيا، اقتصادي ودې، سوداګرۍ او بشري حقونو د خونديتوب په برخو کې همکاري کوي. د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې روان تعلیمي بهیر او په کې پرمختګ هیله بښوونکی بللی، د یادې برخې لپاره یې د ۱۱ میلیونه یورو د ځانګړي کېدو یادونه هم وکړه او افغان پلاوي ژمنه کړې چې ټول ښوونځي او پوهنتونونه به پرانیزي او د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کیږي.

د خليج د همکارۍ شورا غړو له  نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره دې د بشري مرستو ترڅنګ، د دغه هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه انکشافي مرستې هم وکړي او د مسلمانو علماوو د اتحاد غړو په افغانستان کې د نوي حکومت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي ستایلې او له اسلامي ارشاداتو سره یې مطابق بللې ده.

له افغانستان سره مرستې

ملګري ملتونه او بریټانیا په راتلونکې مارچ میاشت کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د یوې غونډې کوربه توب کوي؛ تمه لري چې په دې ناسته کې افغانستان کې د بشري کړکیچ کمولو لپاره ۴،۴ میلیارد ډالر مرسته ترلاسه کړي.

د افغانستان بانک وايي، کابل ته د ۳۲ میلیون ډالر نغدو بشري مرستو دوه کڅوړې رارسېدلې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) وايي، هڅه کوي په افغانستان کې له بېلا بېلو لوريو سره د دغه هېواد د اقتصادي ټيکاو او يوې داسې ټولنې رامنځته کېدو لپاره چې د ټولو افغانانو په ګټه وي خبرې وکړي.

له نوي حکومت سره تعامل او په رسمیت پېژندل یې

د پاکستان لومړي وزير عمران خان له سي ان ان سره په مرکه کې ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت به د نړۍ د هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي او دا کار د افغانستان او نړۍ له ټیکاو سره مرسته کوي.

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی تامس ویسټ وايي، امریکا له «طالبانو» سره صادقانه او رښتینې خبرې کوي او تر هغې به طالبان په رسمیت و نه پېژني، چې خپل چلند بدل نه کړي.

دغه راز هغه وايي، امریکا د «طالبانو» پر ضد د مقاومت د هیڅ ډلې ملاتړ نه کوي او د سیمې له نورو هېوادونو هم غواړي، چې ورته دریځ خپل کړي.

په ورته مهال، د امریکا حکومت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له چارواکو غوښتي چې نور دې یاد سفارت وتړي.

د تېر حکومت یو مهم چارواکی کابل ته راغی

تېره اوونۍ، د افغانستان د تېر حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي کابل ته راغی او د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هېواد ته د رحیمي په راتګ خوښي ښودلې او په خپل وطن کې یې د باعزته ژوند کولو ډاډ ورکړی.

رحیمي په دغه کتنه کې افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې له نوي حکومت سره راغلی مثبت بدلون يې د ستایلو او مننې وړ بللی دی.

د داعش د شتون په اړه اندېښنه

د امريکا د متحده ايالتونو د مرکزي قوماندانۍ مشر کنت فرانک مکنزي په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د امريکا د دفاع وزارت تازه ارزونه ښيي چې لا هم داعش ډله په افغانستان کې حضور لري. خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت بيا دا څرګندونې ردوي او وايي چې افغانستان د ترهګرو امن ځای نه دی.

Visits: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.