کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰) : په داسې حال کې چې د روسیې وسله وال ځواکونه جګړې ته چمتووالی نیسي، د یوکراین حکومت په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د بي بي سي د راپور له مخې، دیوکراین حکومت خپلو وګړو ته ویلي دي چې ژر تر ژره له روسیې ووځي، د راپورونو له مخې، په روسیه کې شاوخوا دوه میلیونه یوکرایني خلک میشت دي.
بلخوا د روسیې حکومت هم د یوکراین په پلازمینه کیف کې د خپل سفارت دتړلو او د ټولو کارکوونکو د ویستلو اعلان کړی دی.
روسیه چې څه مودې راهیسې پر یوکراین د برید لپاره چمتووالی نیسي، ولسمشر ولادیمیر پوټین دوه ورځې مخکې د یوکراین دوه سیمې چې د باغیانو تر کنټرول لاندې وې، په رسمیت دپيژندلو اعلان وکړ، چې د غربي هیوادونو او امریکا له کلک غبرګون سره مخ شو.
د روسیې حکومت یادو سیمو ته د خپلو زرګونو ځواکونو د امنیت اعلان کړی دی.
بلخوا امریکایي استخباراتو خبر ورکړی چې روسیه د یوکراین پر سرحدنو لسګونه زره سرتیري، سپکې او درنې وسلې، الوتکې او جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړي دي او هلته یې لنډمهاله روغتونونه هم جوړ کړي دي.
امریکا ، او یو شمیر اروپایي هیوادونو پر روسیې د بندیزونو لګولو اعلان کړی، خو روسیې ویلي چې دوی له بندیزونو سره عادي شوي دي.
Views: 875
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن