Pajhwok Afghan News

یوه کونډه: حکومت دې د نجونو تعلیم او تحصیل ته پاملرنه ډېره کړي

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰): يوه مېرمن چې د خپل خاون له مړينې وروسته خپلو کوچنیو ماشومانو ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره ځیني شیان اوبي، هڅه کوي چې اولادونه یې زده کړې وکړي او له حکومته یې وغوښتل چې له دې ډول کورنيو سره مالي مرسته وکړي.

دغه ٤٥ کلنه مېرمن چې «رویا» نومېږي او د کابل ښار په تايمني سیمه کې په يوه کرايي کور کې اوسېږي، اته کاله وړاندې یې خپل خاوند د ورپېښې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ.

هغه چې د درېیو لوڼو او دوو زامنو مور ده، د خپل خاوند له مړینې وروسته د خپلو اولادونو د ژوند چارې د اوبدلو له لارې پر مخ بیایي.

هغه د په بېلابېلو ډیزاینو د ماشومانو جامې، جاکټونه او سرمېزۍ اوبي او بازار ته وړاندې کوي؛ خو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د اقتصادي ستونزو ډېروالي له امله يې کاروبار کم شوی او اړ شوی چې د خیاطۍ کورس ته راشي او خیاطي هم زده کړي.

رویا چې اوس مهال د کابل په تایمني کې د «بي بي مغفرت» خیاطۍ په کورس کې زده کړې کوي، وایي: «شپږ میاشتې مې په همدې موسسه کې خیاطي زده کړه، اوس د پروګرام پای دی او دلته مو کنډل او ډېر شیان زده کړل؛ د کورس په پای کې موږ ته د ګنډلو وسایل راکول کېږي چې په کور کې کار وکړو.»

نوموړي له دې امله چې کولای شي په کور کې خیاطي وکړي او له پیسو به یې خپلو اولادونو ته د درس او زده کړو زمینه برابري کړي، خوشحاله ده.

رویا له سختو اقتصادي ستونزو ځوریږي او وايي چې ماشومان یې د بېوزلۍ او بې پلارۍ له امله په رواني ناروغیو اخته دي؛ خو د درملنې پیسې یې نه لري.

نوموړې زیاته کړه: «ټول اولادونه مې ښوونځي ته ځي؛ یوه لور مې له دوولسم ټولګي فارغه ده؛ بله لور مې په لسم ټولګي کې ده؛ په خصوصي ښوونځي کې چې د بي بي مغفرت خیریه موسسې اړوند دی، له دې لارې وړیا زده کړې کوي او لګښتونه یې همدغه موسسې پر غاړه اخیستې دي.»

هغه په هېواد کې د امنیت پر ټینګښت خوشاله ده، خو اقتصادي بېوزلۍ د دې او ډېرو نورو خلکو لمن نیولې ده، نوموړې ځوروي، هغه له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.

نوموړې وویل، په ژمي کې د اوبدلو له درکه ښې پیسې ترلاسه کوي، خو پسرلي او اوړي کې یې کار دومره ښه نه وي.

هغې روښانه کړه: ((مخکې مې یوه جوړه د ماشومانو جامې په ۶۰۰ افغانۍ اوبدې، خو اوس یې که په ۴۰۰ افغانۍ واخلم هم خلک وايي، نه یې لرو، دا چې د خلکو اقتصاد ډېر ضعیف دی، ډېری پېرېدونکي مې د همدې خیاطۍ د کورس له طریقه پیدا کوي او فرمایش راکوي.))

نوموړې چې د زده کړو له نعمته بې برخې ده او له دې امله سخته ځورېږي، وايي: ((په هېواد کې چې هر نظام حاکم کېږي باید د نجونو زده کړو ته توجه وکړي، سودا ښه شی دی، باید ښځې او نارینه مو سواد ولري.))

هغې د خپلو خبرو په پای کې له ټولو کورنیو وغوښتل: ((د خپلو نجونو د زده کړو مخه مه نیسئ، څو راتلونکي کې چاته احتیاجې نه وي.))

د یادې مېرمنې په باور، باسواده نجونې د هېواد د ابادۍ، کورني اقتصاد او اولادونو په تربیه کې ښه رول لري.

Views: 17

Exit mobile version