ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: د کرونا قطعي درملنې لپاره د مالګې غرغره کولو ګټه تر اوسه نه ده ثابته شوې

ډاکتران: د کرونا قطعي درملنې لپاره د مالګې غرغره کولو ګټه تر اوسه نه ده ثابته شوې

author avatar
27 Feb 2022 - 16:02
ډاکتران: د کرونا قطعي درملنې لپاره د مالګې غرغره کولو ګټه تر اوسه نه ده ثابته شوې
author avatar
27 Feb 2022 - 16:02

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو کاروونکي د کرونا درملنې لپاره «د مالګې محلول پر غرغړه کولو» ټینګار کوي، خو د طب برخې پوهان وايي چې که څه هم دغه محلول قوي مکروب وژونکی دی، خو تر اوسه نه ده ثابته شوې چې د مالګې محلول په قطعي ډول د کرونا ویروس درملنه کوي.

په افغانستان کې د کرونا څلورمې څپې له خپرېدو وروسته د ټولنیزو پاڼو کاروونکو له خوا یو ځل بیا د ځینو خوراکونو، بوټو، درملو او … معرفي او په کورنیو کې پر کرونايي ناروغانو د هغو د تطبیق کچه ډېره شوې ده.

د ټویټر یوه کاروونکي سعید لیکلي: ((الماني پوهانو بالاخره د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې، د کرونا د درملنې لپاره تر ټولو غوره درملنه یې د مالګې محلول غرغره اعلان کړه.))

د ټولنیزو شبکو نورو کاروونکو هم د کرونا د درملنې لپاره د مالګې محلول غرغره کول ګټور بللي او خلک یې د هغه استفادې ته هڅولي دي.

ځينو کورنیو هم د کرونا درملنې لپاره د مالګې محلول غرغره کول ګټور بللي او له هغه د کرونا ضد درملو په ډول استفاده کوي.

د «actident.co» په نوم انلاین انټرنېټي سایټ هم د «تأثیر غرغره آب نمک بر بهبود ویروس کرونا» په نوم مطلب خپور کړی دی.

په یاد مطلب کې راغلي، ترسره شوې څېړنې ښيي چې د مالګې محلول غرغره کول د زکام، ټوخي او … کمولو لامل کېږي، دا چې د کرونا نښې نښانې زکام ته ورته دي، له دې امله هغه کسان چې د کرونا ویروس پر خفیف ډول اخته دي کولای شي له دې طریقې استفاده وکړي او د ویروس نښې کمې کړي.

په یاد مطلب کې راغلي، د مالګې محلول مثبتې نښې چې په بېلابېلو څېړنو کې ترلاسه شوې، په لاندې ډول دي:

ځينې کورنۍ هم د مالګې محلول غرغړه کول د کرونا ناروغۍ لپاره ګټور بولي او له هغه څخه د کرونا ضد درملو په توګه استفاده کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې ظریفې نوري پژواک ته وویل، کورنۍ یې له مخکې د ستوني درد او د ستوني میکروبي کېدو لپاره د مالګې محلول استفاده کوي او ګټور تمامېږي.

نوموړې وویل، په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو له پیله راهیسې یې څو ځلې د کورنۍ غړي پر کرونا اخته شوي، خو د مالګې محلول په غرغره کولو او ځینو نورو یوناني درملو څخه په استفاده بېرته روغ شوي دي.

ځينو نورو هېوادوالو هم پر کرونا د اخته کېدو د مخنیوي او ان له کرونا ناروغۍ د رغېدو لپاره د مالګې محلول غرغره کول غوره ګڼي او د کرونا لپاره یې توصیه کوي.

ډاکتران: د مالګې محلول نه شي کولای کرونا ویروس په بشپړ ډول له منځه یوسي.

د افغان ــ جاپان روغتون د «IPC» برخې مسوول ډاکتر مېړني براتزي پژواک ته وویل چې تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا د قطعي درملنې لپاره د مالګې محلول د ګټورتوب په اړه څه نه دي ویلي.

هغه د ستوني پاکېدو او په ستوني کې د انتان د ډېر خپرېدو مخنیوي لپاره د مالګې محلول غرغره کول ګټور بولي او وايي، د کرونا درملنې لپاره د مالګې ګټورتوب تر اوسه نه دی تایید شوی، له دې امله نه شي کولای د کرونا درملنې لپاره د هغې ګټورتوب تایید کړي.

براتزي له کورنیو او ناروغانو وغوښتل چې د هغو خوړو او درملو له استفادې چې ګټه یې نه ده ثابته شوې، ډډه وکړي.

نوموړي په ټینګار سره له خلکو وغوښتل چې د غوره درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د ډاکتر پر لارښوونه عمل وکړي.

په ورته وخت کې د «مجله پزشکی- سلامت ایرانیان آمریکا» انټرنېټي سایټ د «چند اشتباه در پیشگیری از ویروس کرونا» په نوم مطلب خپور کړی؛ لیکلي یې دي چې د مالګې محلول غرغره کول د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټه لري.

د دغه مطلب په دوام راغلي چې پزې ته د مالګې سپرې او د مالګې غرغره کول د کرونا لپاره، که څه هم دغه طریقه د زکام یا ریزش لپاره ګټه لري خو د مالګې محلول غرغره کول د کرونا لپاره ګټور نه دي.

د دې مجلې په حواله، هغه کسان چې د کرونا ویروس لپاره د مالګې غرغره کولو خبره کوي، په علمي ډول نظر نه لري او په دې برخه کې هيڅ علمي څېړنه نه ده ترسره شوې.

پژواک خبري اژانس پرله پسې هڅه وکړه چې د یادې موضوع په تړاو د عامې روغتیا وزارت نظر واخلي خو د دغه وزارت مسوولینو په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

Views: 149

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.