ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: پر اوکراین د روسیې برید کېدای شي د نړیوالې جګړې رامنځته کېدو لامل شي

ټرمپ: پر اوکراین د روسیې برید کېدای شي د نړیوالې جګړې رامنځته کېدو لامل شي

author avatar
27 Feb 2022 - 15:25
ټرمپ: پر اوکراین د روسیې برید کېدای شي د نړیوالې جګړې رامنځته کېدو لامل شي
author avatar
27 Feb 2022 - 15:25

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر اوکراین د روسیې څو اړخیزه بریدونه کېدای شي د نړیوالې جګړې رامنځته کېدو لامل شي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د بايډن دولت باید مخکې له بندیزونو اړین ګامونه پورته کړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید بریدونه ودروي.

د هغه په خبره، پر اوکراین د روسیې له برید سره چین هم د ټایوان نیولو لپاره زړور شوی دی.

د پوتین په امر روسي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ (د کب پنځمه) پر اوکراین برید وکړ او اوسمهال جګړه د اوکراین پلازمېنې کي یف ښار ته رسېدلې او د یاد هېواد سرتېري له روسي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په همدې حال کې ټرمپ ټينګار کړی چې پر اوکراین د روسیې برید «یو وحشتناک حالت دی» چې باید داسې نه وای شوي.

د امریکا مخکني ولسمشر خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه کېدای شي د دې لامل شي چې په نورو هېوادونو کې جګړه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر د خبرو لپاره د روسیې وړاندیز رد کړی دی.

ولادیمیر زلنسکي ویلی چې په بلاروس کې خبرې نه کوي؛ ځکه چې خپله مینسک د روسیې په برید کې لاس لري، زلنسکي د خبرو لپاره د نورو هېوادونو دروازې پرانیستې پرېیښې او د خبرو د کوربه توب لپاره یې له اذربایجان او ترکیې مننه وکړه.

په همدې حال کې د بلاروس ولسمشر ویلي، که اوکراین غواړي چې دولت یې له لاسه لاړ نه شي، نو له روسیې سره دې خبرې وکړي.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.