ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زیلنسکي: که اوکراین سقوط وکړي، ټوله اروپا به سقوط شي

زیلنسکي: که اوکراین سقوط وکړي، ټوله اروپا به سقوط شي

author avatar
5 Mar 2022 - 01:03
زیلنسکي: که اوکراین سقوط وکړي، ټوله اروپا به سقوط شي
author avatar
5 Mar 2022 - 01:03

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰) د اوکراین ولسمشر له نړۍ غوښتي چې چوپه دې نه پاتې کېږي؛ ځکه د اوکراین له سقوط سره به ټوله اروپا هم سقوط وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په یو ویډیویي پیغام کې کړې دي چې پر دغه هېواد د روسیې د برید په نهمه ورځ خپره شوې ده.

هغه په دغه پیغام کې له نړیوالو غوښتي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د اوکراین ولسمشر ګواښ کړی، که چیرې یې هېواد سقوط وکړي، نو ټوله اروپا به سقوط وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونه په اوکراین کې د پرمختګ په حال کې دي او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ یو مرکز یې له بریده وروسته نیولی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، د زاپوریژیا اټومي انرژۍ پر مرکز د روسیې برید د چرنوبل اټومي مرکز چاودنې پېښې په پرتله شپږ برابره ډېر زیان اړولای شوای.

نوموړي خپله ټلوېزیوني وینا پر دغو ټکو پیل کړه:

”د اوکراین خلکو! موږ له یوې داسې شپې روغ ووتلو چې د تاریخ لاره یې درولای شوای، د اوکراین د تاریخ او د اروپا د تاریخ!” نوموړی وايي، روسان پر دغه مرکز د ډزو پر مهال پوهېدل چې څه کوي؛ هغه دا د یوې داسې کچې ترهګري وبلله چې په وینا یې، تر اوسه یې په هکله چا نه وو اورېدلي.

نوموړي دغه راز روسانو ته په وینا کې وویل، دا څنګه کېدای شي؟ ایا موږ په ۱۹۸۶ کال کې د چرنوبل پېښې عواقب په شریکه ونه زغمل؟ ده له روسانو وغوښتل چې لارو، کوڅو ته ووځي او په وینا یې ”خپل حکومت ته ووایاست چې غواړو ژوندي پاتې شو.”

زیلنسکي وايي، له نړیوالو مشرانو سره یې تر اوسه اړیکه نشته، چې وايي، د اټومي انرژۍ د تولید مرکز شاوخوا د تېرې شپې پېښو حیران کړی دی. نوموړي د اوکراین هوايي حریم کې د الوتنو لپاره د ممنوع زون رامنځته کولو غوښتنه وکړه او په وینا یې پر ”اټومي ترهګر هېواد” باید ځکه بندیزونه ولګول شي چې په وینا یې، رادیو اکټیف وړانګې نه پوهېږي چې روسیه چېرې ده.

بلخوا په روسیه کې پر ټویټر او فېسبوک بندیز لګول شوی دی.

Views: 1176

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.