ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین: امریکا له افعانستانه غیر مسوولانه ووتله او افغانان یې خطرناک بشري بحران ته پریښودل

چین: امریکا له افعانستانه غیر مسوولانه ووتله او افغانان یې خطرناک بشري بحران ته پریښودل

author avatar
8 Mar 2022 - 00:52
چین: امریکا له افعانستانه غیر مسوولانه ووتله او افغانان یې خطرناک بشري بحران ته پریښودل
author avatar
8 Mar 2022 - 00:52

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰) : د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی د افغانستان له ګاونډیانو سره ګډ کار کوي چې افغانانو ته د بشري مرستو رسول چټک شي. دغه وزارت همدغه راز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه هم کړې.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بیجینګ کې یو خبري کنفرانس ته د خبرو په مهال ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېد ووروسته : «افغانستان له کړکیچ څخه نظم ته په انتقال کې دی.»

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول، د جمهوریت نظام نسکور او لسګونه زره خلک له افغانستان څخه ووتل او له افغانستان سره مستقیمي نړیوالې مرستې بندې شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «امریکا له افغانستان څخه په غیر مسولانه ډول ووته، افغانان یې خطرناک بشري بحران ته پرېښودل او د سیمې لپاره یې لویې امنیتي ننګونې وزېږولې.»

خو تر دې مخکې دامریکال ولسمشر جوبایډن په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو د پرېکړې ننګه کړې ده او ټېنګار یې دا و چې نه یې غوښتل دا شل کلنه جګړه د امریکا بل ولسمشر ته هم انتقال شي.

امریکا د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړي دي، چارواکي وايي دا کار یې ځکه کړی دی چې دا شتمنۍ د ترهګرو افرادو او تروریستي‌ سازمانونو لاس ته ورنشي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ لي د امریکا د متحدو ایالتونو له مقاماتو وغوښتل چې « په امریکا کې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ دې ژر تر ژره پرېښودل شي او له قید او شرط پرته دې افغانانو ته د هغوی د انتقال لپاره مختلف یو اړخیز بندیزونه هم لېرې کړل شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې چین د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه کوي. تر دې مخکې د پاکستان د صدراعظم عمران په بېجېنګ له خپل چینايي سیال سره یو ځای د دغو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه کړې وه.

څه موده مخکې ولسمشر جوبایډن د یو فرمان په خپرولو سره پرېکړه وکړه چې د افغانستان د ملي بانک له کنګول شویو شمتنیو څخه دې درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د برید قربانیانو کورنیو ته ځانکړي شي. خو چارواکي وايي ‌چې په دې اړه به محکمه نهايي پرېکړه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بایډن دا پرېکړه وغندله. د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې دا «غیرمنطقي او غیر عادلانه» پرېکړه او «تېروتنه» ده.

دا سازمان ویلي وو چې د امریکا د سپتمبر د پېښې د قربانیانو کورنۍ د وحشتناکو جرایمو له کبله «عدالت، جبران او حساب» غواړي،‌ خو په خبره یې دا پېسې د هغو خلکو نه دي ‌چې دا جرایم او بریدونه یې کړي،‌ بلکې دا د افغانستان د خلکو شتمنۍ دي، «هغه خلک چې اوس یې ډېر په نس وږي» دي.

ملګري ملتونه وايي چې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې بې وزلي‌ زیاته شوې ده او د دغه هېواد ۹۷ سلنه نفوس د ورځې تر دوو ډالرو په کم عاید باندې پايي او تر پنځو کالونو کم په هر دوو ماشومانو کې یې یو سو تغذی دی.

Views: 122

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.