ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ ماشومانو کې یو ډول فنګسي ناروغي خپره شوې ده

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ ماشومانو کې یو ډول فنګسي ناروغي خپره شوې ده

author avatar
9 Mar 2022 - 15:23
د زابل د شینکۍ ولسوالۍ ماشومانو کې یو ډول فنګسي ناروغي خپره شوې ده
author avatar
9 Mar 2022 - 15:23

زابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د زابل اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په ماشومانو کې یو ډول ناروغي خپره شوې چې د ماشومانو پر سرونو دانې راخېژي او بیا د سر ټولو برخو ته خپرېږي.

دې ناروغۍ خلک سخت اندېښمن کړي او له اړوندو ادارو یې د درملنې او مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کوي.

د شینکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د ماشوم ساتنې برخې فعال عبدالناصر جمال پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو اوونیو راهیسې د زابل شینکۍ ولسوالۍ په ۵ کلیو کې دا ناروغي خپره شوې او لسګونه ماشومان یې نیولي دي.

هغه زیاته کړه، لومړی د ماشومانو پر سرونو دانې راخېژي او وروسته په ډېره بده بڼه د سر نورو برخو ته خپرېږي.

ده  وویل: ((د زابل د شینکۍ ولسوالۍ په زلټه، وچکي، لوی کلي، مندیانخېل زیارت او ځینو نورو سیمو کې دغه ناروغي خپره شوې ده، لومړی د ماشومانو پر سرونو دانې راپورته کېږي او وروسته بیا د سر ډېره برخه نیسي.))

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې دغې سیمې ته روغتیايي ټيمونه ولېږي څو معلومه کړي دا ناروغي څنګه خپره شوې او څومره خطرناکه ده.

د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله چې دوه زامن یې په دې ناروغي اخته شوي، پژواک اژانس ته وویل، له هغه وروسته یې دوه زامن په دې ناروغي اخته شوي چې کور ته یې له بل کلي دوستان راغلي وو.

دی زیاتوي، په اصل کې د مېلمنو د دوو ماشومانو پر سرونو دانې ختلې وې چې وروسته دې ناروغۍ د ده زامن هم ونیول او په سرونو یې دانې راوختې.

دی وایي: ((کور ته مو مېلمانه راغلي وو، د هغوی د ماشومانو پر سرونو دانې راپورته شوې وې، دوې ورځې وروسته زما د زامنو په سرونو کې هم دانې راپورته شوې او اوس یې د هغوی د سرونو ډېره برخه نیولې ده.))

د ده په خبره، ډاکټران ورغلي او ماشومانو ته یې یو څو ګولۍ ورکړې دي خو هیڅ ګټه یې نه ده ورته کړې.

د همدې ولسوالۍ د وچکي سیمې یوه اوسېدونکي لعل ګل هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی د کلي ډېری ماشومان په دې ناروغي اخته شوي دي.

ده وویل، لومړی د ماشومانو پر سرونو دانې راخېژي او وروسته د سر ټولې برخې لاندې کوي.

دی وايي، دې ناروغۍ د دوی د کلي ټول خلک اندېښمن کړي او له روغتیايي ادارو یې د درملنې او مخنیوي غوښتنه کوي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي هم مني چې د شینکۍ ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې دا ناروغي خپره شوې چې دوی یې د درملنې لپاره خپل روغتیايي ټيمونه سیمې ته لېږلي دي.

هغه زیاته کړه، دا یوه فنګسي او ساري ناروغي ده چې د خپرېدو سرعت یې زیات دی، له همدې امله په ډېرو کلیو کې خپره شوې ده.

دی وايي، داسې ښکاري چې دا ناروغي له نورو ځایونو رالېږدېدلې او دلته خپره شوې خو دوی هڅه کوي چې د لا خپرېدو مخنیوی یې وکړي.

ده وویل: ((دا یو فنګسي ناروغي ده چې ځیني نور انتانات هم ورسره یو ځای شوي دي، دا ډول ناروغي ډېر مهال د حفظ الصحې د نه مراعاتولو له امله رامنځته کېږي، موږ هغو کلیو ته چې دا ناروغي په کې خپره شوې، درمل، صابون او نور اړین توکي رسولي دي.))

دی وايي، د دې ترڅنګ یې دغو کلیو ته یو شمېر روغتیاپالان هم لېږلي څو خلکو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي څو هم په خپله او هم یې ماشومان له دا ډول ناروغیو خوندي وي.

Views: 1190

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.