ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دقیق: د خاکجبار ګزک کې له کثافاتو د ګاز او انرژۍ د تولید لپاره هڅې کوم

دقیق: د خاکجبار ګزک کې له کثافاتو د ګاز او انرژۍ د تولید لپاره هڅې کوم

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): سلطان مسعود دقیق وایي، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ «ګزګ» سیمه کې له شته کثافاتو د ګاز او انرژۍ د تولید لپاره د ګټې اخیستنې پروژې د تمویل لپاره، هڅې کوي.

په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق – چې د کب پر ۱۵مه له جرمني څخه کابل ته راغلی-  تر اوسه یې د بېلابېلو مسایلو او پروژو په اړه له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره لیدلي دي.

دقیق نن خاکجبار ولسوالۍ کې د «ګزګ» له هغې سیمې څخه لیدنه وکړه چېرته چې د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د ورځې شاوخوا دوه نیم زره ټنه کثافات وړل کېږي.

سلطان مسعود دقیق وایي، ګزک کې د کثافاتو له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه یې د پژواک یو راپور ولید او هغه یې وهڅاوه چې له دغې سیمې څخه لیدنه وکړي.

پژواک د روان کال د سلواغې پر ۲۷مه راپور خپور کړ چې مخکني حکومت د ګزک سیمې ته د کثافاتو د نه لېږدولو امر کړی و، خو پلی نه شو، لا هم دغې سیمې ته کثافات وړل کېږي او د سیمې ځینې کسان ادعا کوې چې دغو کثافاتو ورته روغتیایي ستونزې پیدا کړي دي.

ښاروالۍ ویلي و چې د کثافاتو له امله خلکو ته د ناروغیو پیدا کېدو په اړه دوی ته چا شکایت نه دی کړی، په پرله پسې ډول ګزک ته د عفونت ضد درمل استوي او د ناروغۍ موضوع به هم د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه کړي، څو مخه یې ونیول شي. ښاروالۍ هغه مهال ویلي و چې د ګزک سیمې ته، د کثافاتو لېږد لړۍ به ډېر ژر ودروي.

دقیق له ګزک سیمې څخه د لیدنې پر مهال پژواک سره په خبرو کې وویل، غواړي په یاده سیمه کې د کثافاتو د تنظیم لپاره داسې کار وکړی چې له مخې یې دغه کثافات د خلکو د ستونزو لامل نه شي.

هغه زیاته کړه چې له کثافاتو د ګاز او انرژۍ د تولید په موخه د پروژو د تمویل لپاره هڅه کوي.

له دقیق سره له یادې سیمې د لیدنې پر مهال د کابل ښاروالۍ د حفظ  او مراقبت، تنظیف، سرسبزۍ او پلان ریاستونو له استازو جوړ پلاوی هم مل و.

د ښاروالۍ چارواکو وویل چې په یاده سیمه کې د کثافاتو په اړه به له دقیق سره مفصل معلومات شریک کړي.

دغه راز دغه پلاوي ژمنه وکړه چې که د ګزک سیمې له کثافاتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره پروژه پلې کیږي، نو ښاروالي به د پروژې لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د امنیت په ټینګښت او نورو برخو کې همکاري کوي.

 د ښاروالۍ استازو وویل چې ځینو نورو کسانو هم مخکې له دې سیمې لیدنه او په دې برخه کې یې د مرستو ژمنې  کړې، خو تر اوسه عملي کار نه دی شوی.

دقیق په دې اړه وویل، پخوا – سره له دې چې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرستې وشوې- د اداری فساد له امله کار نه دی شوی.

ده د سیمې له ځینو اوسېدونکو سره هم ولیدل. د سیمې دغو خلکو ویل چې هلته ځینې کسان د «خارښت» په ناروغۍ اخته شوي دي.

 د دقیق په وینا، د یادې پروژې د ګټې یوه برخه باید زیانمنو خلکو ته د مرستو په توګه ورکړل شي.

Visits: 966

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.