ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اهنګرانو اتحادیه: د اهنګرانو په عوایدو کې تر ۸۰ سلنې ډېر کموالی راغلی

د اهنګرانو اتحادیه: د اهنګرانو په عوایدو کې تر ۸۰ سلنې ډېر کموالی راغلی

author avatar
13 Mar 2022 - 17:31
د اهنګرانو اتحادیه: د اهنګرانو په عوایدو کې تر ۸۰ سلنې ډېر کموالی راغلی
author avatar
13 Mar 2022 - 17:31

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په کابل کې اهنګران وایي، د دوی تولید ته ورته د بهرنیو ارزانه او ټیټ کیفیت توکو واردېدو د دوی کارونه سخت زيانمن او ان‎ له سقوط سره یې مخ کړي دي؛ له حکومته غواړي چې د ورته توکو پر وارداتو بندیز ولګوي.

د کابل ښار د قوای مرکز سیمې د اهنګرانو کوڅه کې په ۳۰ دوکانونو کې ۱۵۰ اهنګران کار کوي چې هر یو یې د اهنګرۍ په برخه کې لسګونه کاله کاري تجربه لري.

په هر دوکان کې شاوخوا پنځه کسان کار کوي چې د اوسپنیزو وسایلو لکه د بیاتي ګانو، تېشو، چاقو ګانو، د ډبرو ماتولو مارتولونو، ډول ډول تبرونو، د کوپي کشۍ د سامان الاتو، ارو او نورو وسایل په جوړولو بوخت دي.

دغه اهنګران چې په پخواني دوکانونو کې کار کوي، د عوايدو د کمېدو او اقتصادي ستونزو په اړه خبرې کوي او اندېښنه لري چې که وضعیت دا ډول دوام وکړي، ښايي ډېری يې د دوکانونو تړلو ته اړ شي.

د اهنګرانو د وضعیت په اړه د پژواک خبري اژانس د خبریالې فروغ ترین ځانګړی راپور.

په دې کوڅه کې هر اهنګر په کار بوخت دی؛ د اهنګرانو د کار شور په هر ځای کې ازانګه کوي، شور دومره لوړ دی چې دوه کسان د خبرو پر مهال په سختي یو بل پوه کوي.

د عصمت الله په نوم يو سپين ږيري چې له دوو لسيزو ډېر عمر یې په اهنګرۍ کې تېر کړی او ونو پرې کولو بیاتي ګانو په جوړولو بوخت و، پژواک ته یې د خپل کاروبار له سړېدو شکايت وکړ.

دغه کس چې څه موده مخکې یې د کابل د زاړه ښار د اهنګرانو په کوڅه دوکان درلود او له لسو کلونو راهيسې په قوای مرکز کې اهنګري لري، د کاروبار له سړېدو شکایت کوي.

نوموړی که څه هم د کار او عوایدو د کمښت خبره کوي، خو هیله لري چې کار یې یو ځل بیا وده وکړي.

عصمت الله پر خپله سپينه ږيره لاس راکش کړ او خپلو خبرو ته يې داسې دوام ورکړ: «شکر سوله او ارامۍ راغلې، د خدای په توکل، هر څه سمېږي، ان شاءالله ورو ورو زموږ کارونه وده کوي.»

نوموړي د خپل کار او عوایدو د کمښت په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل، خو له حکومته یې داسې غوښتنه وکړه: «له حکومته غواړو څو موږ ته د کار زمینه برابر کړي، خام مواد چمتو کړي.»

په ورته مهال، محمد نواب چې له لسو کلونو راهيسې د کابل ښار د قوای مرکز د اهنګرانو په کوڅه کې د اوسپنیزو وسایلو په جوړولو لګیا و، وویل: «د نوي حکومت له راتلو وروسته، بېکاره یو، ان نه شو کولای شاګرد ونیسو، څو له موږ سره کار کړي؛ له حکومته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، موږ ته بازار پیدا کړي، څو ژوند پر مخ بوځو.»

هغه زياته کړه چې د خپل دوکان د شپږو مياشتو کرايه يې نه ده ورکړې؛ ځکه چې عواید یې خورا کم شوي دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ کار سقوط شوی، وسایل مو په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي؛ خو د خامو موادو او ډبرو سکرو بیه لوړه ده، د برېښنا او او بازار نشتوالی زموږ له لویو ستونزو دي.»

د کابل ښار د اهنګرانو اتحادیې او اهنګري دوکاندارانو خونې‎ رییس حسن سروري پژواک ته وویل چې په افغانستان کې د اهنګرۍ صنعت اوږده مخینه لري.

دغه ۶۴ کلن سړی چې په ۷ کلنۍ کې یې له خپل پلاره اهنګري زده کړې، وایي: «په افغانستان کې د اهنګرۍ صنعت د څه باندې څلورو لسیزو جګړو له امله سخت زیانمن شوی او اهنګران اوس په ښه وضعیت کې نه دي.»

د هغه په ​​وينا، د دوی تولید ته ورته د بهرنیو ارزانه او ټیټ کیفیت توکو واردېدو د کورنيو اهنګرانو کار ته سخت زيان اړولی او د هغوی کار یې ان له سقوط سره مخ کړی دی.

هغه وویل: «بهرني تولیدات چې افغانستان ته واردیږي، د ماشینونو په وسیله جوړېږي او د یو ځل کارولو وي؛ يعنې ډېر وخت دوام نه کوي او ښه کیفیت نه لري؛ موږ په داسې حال کې چې په لاس کار کوو، خلکو ته په لا ډېر ښه کيفيت خدمات وړاندې کوو.»

د هغه د معلومانو له مخې، د ورته وارداتي توکو بیه د کورنیو تولیداتو په پرتله له ۴۰ تر ۶۰ افغانیو پورې ارزانه ده چې له امله یې کورني اهنګران سخت زیانمنېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د صنعتکارانو اتحادیې له لارې د وخت ولسمشرانو حامد کرزي، محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د دوکاندارانو او کسبګرو د ستونزو د حل او د بهرنیو توکو پر وارداتو د بندیز لګولو په موخه ورغلو؛ هغوی ژمنه وکړه چې زموږ کورني توکي به د بهرنیو توکو په پرتله ۲۵ سلنه په لوړه بیه اخلي؛ خو دغه کار ویې ونه کړ، ونه توانېدل، ومو لیدل چې هماغه مواد یې له بهرنیو هېوادونو وارد کړل.»

سروري د خپلو مياشتني عوايدو په اړه وويل چې د ټولو اهنګران عوايد تر ٨٠ سلنې ډېر کم شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د عوايدو کموالى د دې لامل شوى چې تر نيمايي ډېر اهنګران خپل مسلک پرېږدي او د خپلو دوکانونو دروازې وتړي.

نوموړي زياته کړه، مخکې په ياده اتحاديه کې د اهنګرۍ ٣٨٠ دوکانونه ثبت وو چې په هېواد کې د جګړو له امله ټول بېځایه شول او اوس ‎په ياده اتحاديه کې له ١١٠ تر ١١٥ پورې دوکانونه موجود دي.

د اهنګرانو اتحادیې او کابل ښار د اهنګرۍ دوکانونو خونې رییس هيله لري چې په راتلونکي پسرلي کې به وضعيت ښه شي څو کارونه یې وغوړېږي.

هغه زياته کړه چې اوسني حکومت ژمنه ورسره کړې خو تر اوسه یې نه ده عملي کړې.

زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د بهرنیو توکو واردېدو مخه ونیسي څو د هېواد اهنګران وده وکړي او د ټیټ کیفیت لرونکو بهرنیو توکو پر ځای کورني تولیدات وکاروي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مولانا زهير پژواک خبري اژانس ته وويل: «دغه وزارت به د دوکاندارانو او کسبګرو له خونې او مالیې وزارت سره په همغږۍ پر هغو صنعتکارانو، تولیدوونکو او هغو برخو چې پر ځان بسیا یو، افغانستان ته پر وارداتي توکو تعرفه لوړه کړي، څو وکولای شو د هېواد تولید ته وده ورکړل شي او استهلاک کوونکي له ارزانه، لوړ کیفیت لرونکو او ښو تولیداتو ګټه واخلي.»

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.