د اهنګرانو اتحادیه: د اهنګرانو په عوایدو کې تر ۸۰ سلنې ډېر کموالی راغلی
په کابل کې اهنګران وایي، د دوی تولید ته ورته د بهرنیو ارزانه او ټیټ کیفیت توکو واردېدو د دوی کارونه سخت زيانمن او ان له سقوط سره یې مخ کړي دي؛ له حکومته غواړي چې د ورته توکو پر وارداتو بندیز ولګوي.


