کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰) : د ملي عوامي ګوند په مشرۍ د کوزې پښتونخوا په بنو سیمه کې د «پښتنو قومي جرګې» په افغانستان کې د لویې جرګې او ټاکنو له لارې د نوي حکومت جوړیدو غوښتنه کړې ده.
[restrict paid="true"]
دا جرګه چې څلور ورځې روانه وه، پکې د کوزې پښتونخوا پښتنو سیاستوالو، قومي مشرانو، لیکوالانو، خبریالانو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.
د جرګې په وروستۍ ورځ ۲۵ ماده ییزه پرېکړه لیک خپره کړه، چې پکې د پښتنو د اړوندو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان اوسني وضعیت ته هم اشاره شوې ده. دغه پریکړه لیک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي لخوا ولوستل شو.
په پریکړه لیک کې غوښتنه شوې چې باید په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي چې د ټولو خلکو استنازیتوب وکړی شي.
سرچینې زیاته کړې چې په افغانستان کې باید د لویې جرګې او ټاکنو د لارې د خلکو په خوښه یو حکومت جوړ کړل شي .
په پریکړه لیک کې په زور سره د حکومت نیول غیر قانوني بلل شوی دی.
د بنو د پښتنو قومي جرګې د افغانستان پر اوسني ناورين خواشيني څرګنده کړې ده.
په دغې جرګې کې همدغه راز د ډیورېنډ پر کرښه د پاکستان د پوځ له لوري د اغزن تار لګول هم غندل شوی دی.
د پریکړه لیک په لسمه ماده مې راغلي : «دا قومي جرګه په ډېورنډ کرښه اغزن تار په کلکه ردوي او غوښتنه کوي چې په کرښه ټولې تاريخي تجارتي لارې دې د تجارت او د کرښې په دواړو غاړو د ابادو خلکو د ازادانه تګ راتګ لپاره له اسنادو پرته يقيني کړل شي.
د ډیورېنډ کرښه د افغانستان حکومتونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه نه ده پېژندلې، خو پاکستان یې خپل رسمي سرحد ګڼي.
د بنو قومي جرګې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د خوندي کولو لپاره بیا بیا غږ پورته کړ او د پښتنو د ځینو فعالانو او استازو عثمان کاکړ، عارف وزیر، ارمان لوڼي، اسد اڅکزي او نورو د وژنو په اړه یې د پلټنو غوښتنه وکړه.
دا پښتانه فعالان په پاکستان کې د پولیسو او وسله والو په بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي دي چې د پښتنو فعالانو په وینا «قاتلان» نه نیول شوي او نه محاکمه شوي دي.
د بنو قومي جرګې یوه لویه غوښتنه دا هم وه چې «پښتو ژبه دې د پښتونخوا وطن قامي، دفتري او تعليمي ژبه وګرځول» شي.
دا په داسې حال کې ده،. چې په پاکستان کې میلیونونه پښتانه ژوند کوي، خو نیوکه داده چې د دوی ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تعلیم نشته. په پاکستان کې په ښوونځیو کې تر ډېره په اردو او انګلیسي باندې تدریس کېږي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن