ژبه

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

اېبک (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۳): د سمنګان ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د ډبرو سکرو مارکېټ مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن (جمعه، د لړم ۲۵مه) مخکې له غرمې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه د حضرت سلطان ولسوالۍ د ډبرو سکرو مارکېټ په مربوطاتو کې له سړکه د یوه پراډو موټر وتلو له امله شوې چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه څرګنده کړه، په دې پېښه کې مړه شوي او ټپي کسان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سمنګان مسوولینو د یادې پېښې لامل د چلوونکي له حده ډېر سرعت بللی دی.

ورته موضوع