ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: د مڼې سرکه د کرونا لپاره درمل نه دي؛ په دې برخه کې تر اوسه څېړنه نه ده شوې

ډاکتران: د مڼې سرکه د کرونا لپاره درمل نه دي؛ په دې برخه کې تر اوسه څېړنه نه ده شوې

author avatar
16 Mar 2022 - 16:15
ډاکتران: د مڼې سرکه د کرونا لپاره درمل نه دي؛ په دې برخه کې تر اوسه څېړنه نه ده شوې
author avatar
16 Mar 2022 - 16:15

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۰): خلک د مڼې سرکه داسې مهال د کرونا ناروغانو لپاره ګټوره بولي چې د طب برخې پوهان وایي، د مڼې سرکه د کرونا لپاره درمل نه دي؛ خلک دې په اوازو باور نه کوي.

اوازې: د مڼې سرکه د کرونا په درملنه کې اغېزناکه ده.

د «صدا و سیما» په نوم خبري اژانس پر خپله رسمي پاڼه د «تاثیر ضدعفونی کننده‌گی سرکه برای کرونا» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

د دغه مطلب لیدونکو پر کرونا د سرکې د اغېز په اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.‎

د یاد مطلب یوه لیدونکي محمد حسین لیکلي چې د کرونا درملنې لپاره د مڼې سرکه واقعاً اغېرناکه ده.

دغه راز د یاد مطلب په پای کې د محبتي په نوم یوه کس لیکلي: «د مڼې سرکه پر کرونا ناروغۍ معجزه کوي.»

د هغه په وینا، دی او مور یې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي وو؛ خو د مڼې سرکې او اوبو په څښلو سره یې د ناروغي درملنه وکړه.

په یوټیوب کې د «اپارت» په نوم پر یوه پاڼه په خپاره شوي تصویري کلېپ کې یو کس وایي چې مور یې پر کرونا اخته شوې وه او د ده په کور کې در مراقبت لاندې ده.

هغه وایي، اورېدلي یې وو چې د مڼې سرکه ګټوره ده نو له همدې امله یې د کرونا درملنې لپاره له هغې استفاده وکړه.

نوموړي زیاته کړه: «دوه قاشقې د مڼې سرکه به مو له څلور قاشقو اوبو سره ګډوله او بخار به مو ورکاوه، د ورځې به مو دوه تر درې ځلې تنفس کوله او دوه اوونۍ وروسته کرونا بشپړه ورکه شوه.»

د کابل یوې اوسېدونکې شیما نظري پژواک ته وویل چې څه موده مخکې پر کرونا اخته شوه او شدیده تبه او ټوخی یې درلود.

هغې زیاته کړه: «مور مې له زنانه نانوایي راغله او ورور ته مې یې وویل، لاړ شه له بازاره د مڼو سرکه راوړه، ورور مې له بازاره د مڼو سرکه راوړه او د ورځې به مې درې ځلې د هغې له بخاره استفاده کوله؛ له یوې اوونۍ وروسته پوره ښه شوم.»

نوموړې وایي چې نورو کرونایي ناروغانو ته یې هم د مڼې له سرکې د ګټې اخیستنې سپارښتنه کړې چې مثبته نتیجه یې درلوده.

د طب پوهان: د کرونا لپاره کوم درمل نه دي جوړ شوي؛ خلک دې پر اوازو باور نه کوي

په افغان- جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو د انتاني پېښو د کنټرول مسوول ډاکتر عبادالله عباد وویل، ټولې اوازې دي او په دې اړه تر اوسه کومه څېړنه نه ده شوې.

هغه وویل چې نه شي کولای د کرونا درملنې لپاره د سرکې اغېزناکوالی تایید کړي، له خلکو یې وغوښتل چې د ډاکتر له لارښوونې پرته هيڅ درمل ونه کاروي.

د افغان- جاپان روغتون د بېړنۍ برخې مسوول ډاکتر حشمت الله فیضي وایي: «تر اوسه کوم ځانګړي ژورنال دا نه ده تایید کړې چې سرکه په مستقیم ډول د کرونا درملنه کولای شي؛ خو په غیر مستقیم ډول سرکه کولای شي د بدن د معافیت لوړېدو لامل شي.»

نوموړي زیاته کړه چې سرکه د میکروب ضد خاصیت لري او د کرونا په درملنه کې یوه لاره دا ده چې د ناروغ په بدن کې باید التهاب کم شي.

هغه څرګنده کړه، د سرکې ګټه دا ده چې د بدن پر معافیتي سیسټم اغېر لري او هغه قوي کوي او کولای شي پر کرونا غیر مستقیم اغېز ولري، خو مستقیم اغېز نه لري او د مڼې سرکه تر اوسه هيڅ بنسټ نه ده تایید کړې.

ډاکتر حشمت ټینګار وکړ چې هېوادوال باید مېوه او سبزیجاتو وکاروي او پر اوازو باور ونه کړي.

دغه راز د ایران اسلامي جمهوریت د روغتیایي تحقیقاتو ملي موسسې هم په یوه مطلب کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د مڼې سرکه د کرونا درملنې لپاره اغېزناکه ده او کنه، لیکلي: «د ترسره شوو څېړنو او موجودو راپورونو له مخې، د مڼې سرکه د کرونا ویروس د له منځه وړلو لپاره کافي قدرت نه لري.»

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت مسوولینو نظر هم واخلي؛ خو هغوی تر اوسه په دې تړاو ځواب نه دی ورکړی.

Views: 143

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.