ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې؛ دوه پیلوټان یې وژل شوي

د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې؛ دوه پیلوټان یې وژل شوي

author avatar
22 Mar 2022 - 21:22
د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې؛ دوه پیلوټان یې وژل شوي
author avatar
22 Mar 2022 - 21:22

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱) : د کوزې پښتونخوا مرکز پېښور ښار ته څېرمه د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې او دوه پیلوټان یې په کې وژل شوي دي.

د پاکستان هوایي ځواک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه روزنیزه نظامي الوتکه یې د تمریناتو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله پېښور ښار ته نږدې غورځېدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یوازې د الوتکې دوه پیلوټان وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، تر اوسه یې داسې راپور نه دی ترلاسه کړی چې په دې پېښه کې نورو خلکو ته مالي او یا هم ځاني زیان اوښتی وی.

د پاکستان هوایي ځواک وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.