ګردېز (پژواک، ١٥ ورى ١٤٠١): د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د شاتو په توليد کې ۴۵ سلنه کموالی راغلی دی.
تېرکال په ياد ولايت کې ۹۰۰ ټنه شات توليد شوي و، خو سږ کال دغه اندازه ۵۵۰ ټنو ته راکښته شوې ده.
چارواکي په روان کال کې د شاتو د کم توليد لامل وچکالي، د سرحدي لارو بندېدل او سياسي تحول بولي.
د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست رييس مولوي عبدالروف سعيد پژواک خبري آژانس ته وويل: ((تېر کال موږ په دغه ولايت کې شاوخوا نهه سوه ټنه شات توليد درلود خو متاسفانه چې د ځينو ستونزو له امله سږ کال دغه اندازه کمه شوې او يوازې ۵۵۰ ټنه توليد لرو.))
نوموړي وويل روان کال وچکالي وه، هغه ګلان او بوټي چې د شاتو مچۍ ترې خوارکي مواد ترلاسه کوي، کم وو، نو ځکه د شاتو توليد هم کم دى.
سعيد دا هم وويل چې سږ کال د سياسي تحول له امله په سم ډول د مچيو له روزونکو سره همغږي ونه شوه او ادارې په سم ډول فعالې هم نه وې.
د ده په خبره، په نوي کال کې پلان لري چې د مچيو له روزونکو سره مرسته وکړي څو خپل توليدات پخوانۍ کچې ته لوړ کړي.
له بلې خوا په پکتيا کې د مچيو روزونکي هم په روان کال کې د شاتو له کم توليده سر ټکوي.
د مچيو یوه روزونکي خان محمد پژواک ته وويل: ((په روان کال کې سياسي بدلونونه وو، سرحدونه د ډيرې مودې لپاره بند وو، نو له دې امله موږ ونه شو کولاى چې په وخت سره له پاکستانه افغاستان ته مچۍ راوړو.))
نوموړي له دولته غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کال کې له دوی سره مرسته وکړي څو خپل توليد عادي حالت ته راولي او لا يې ډېر کړي.
د ده په خبره، د مچيو روزونکي په دې برخه کې بنسټيزو او اساسي زده کړو ته اړتيا لري او دوی ته بايد معياري او مسلکي وسايل هم ورکړل شي.
خو د پکتيا چارواکي وايي چې له اړوند وزرات سره يې په دې برخه کې خبرې کړې او تمه لري چې د ځينو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا دوه نيم زره ټنه شات توليد شوي وو چې له دې اندازې څخه يې يوازې نهه سوه ټنه په پکتيا په دویم قدم کې ننګرهار، په درېيم قدم کې خوست او په کمه اندازه په نورو ولايتونو کې وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










