ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د يوه وسله وال په ډزو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندوز کې د يوه وسله وال په ډزو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Apr 2022 - 16:44
په کندوز کې د يوه وسله وال په ډزو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Apr 2022 - 16:44

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠١): د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د يوه وسله وال په ډزو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ د کلوخ تپې سيمې اوسېدونکي نورالله (مستعار نوم) ادعا کوي چې پرون ماښام د سرپرست حکومت د يوه سرتېري په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

هغه وايي: «يو کس په سيمه کې مړ شو، يو بل روغتون ته په لار کې مړ شوى، پنځه نور په  ډزو کې ټپيان شوي دي چې د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا پېښه د دولتي ځمکې د اجارې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رييس مطيع الله روحاني د جزيياتو له ورکولو پرته ياده پېښه تاييدوي؛ خو وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي او بشپړ جزيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړاى شي.

Views: 148

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.