ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له خبریالۍ تر سوداګرۍ؛ یوې ښځې د جامو تولیدي کارخونې په جوړولو سلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

له خبریالۍ تر سوداګرۍ؛ یوې ښځې د جامو تولیدي کارخونې په جوړولو سلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
18 Apr 2022 - 15:45
له خبریالۍ تر سوداګرۍ؛ یوې ښځې د جامو تولیدي کارخونې په جوړولو سلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
18 Apr 2022 - 15:45

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): یوې خبریالې چې له درېیو کلونو راهیسې یې سوداګرۍ ته مخه کړې، د نارینه او ښځینه جامو تولیدي کارخونې په جوړولو سره یې ۱۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دغه مېرمن مرضیه حفیظي نومېږي چې ۱۲ کاله یې د طلوع نیوز ټلوېزیون د خبرونو او سیاسي پروګرامونو د ویاندې په توګه دنده تره سره کړې ده.

مېرمن حفیظي اوس په کابل کې د «لورا برایټ» په نوم د نارینه او ښځینه جامو جوړولو کارخونې مسووله ده.

مرضیې حفيظي له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وویل، د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې کار تر درې څلور میاشتو وځنډېد.

هغې وویل، رامنځته شوي وضعیت د بل هر افغان په څېر پر دې هم منفي اغېز کړی و؛ خو بېرته په پوره هوډ سره خپل کار پیل کړی دی.

نوموړې وایي: «درې کاله مخکې مې سوداګرۍ برخې ته مخه کړه؛ له ډېرې سختۍ وروسته مې په خپله خوښه او د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره دا سوداګري پیل کړه.»

حفیظي وویل، اصلي موخه یې ښځو ته خدمت کول دي؛ څو مېرمنو ته د کار او عاید یو ځای رامنځته شي.

هغې د خپل کار او تولیداتو څرنګوالي په اړه وویل، په لومړیو کې یې ښځینه جامې تولیدولې؛ خو له یوه کال وروسته یې د نارینوو لپاره د رسمي او غېر رسمي جامو او دغه راز د دستکولو جوړول هم پیل کړل.

نوموړې وویل، د تېر کال د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام له سقوط مخکې یې ښه عواید درلودل او د هرې ورځې په تېرېدو یې کارونه پراخېدل؛ خو له بدلون وروسته یې څلورو میاشتې بیخي فعالیت نه درلود او ځینې کارکوونکي یې له هېواده ووتل.

د هغې په وینا، له بدلون مخکې یې د نارینه او زنانه جامو جوړولو «لورا برایټ» کارخونې کارکوونکو شمېر ۴۱ کسانو ته رسېده.

خو هغې زیاته کړه، د کارکوونکو او خیاطۍ شاګردانو شمېر ۱۰۰ ښځو ته رسېږي چې د خیاطۍ په بېلا بېلو برخو کې ګمارل شوي او د کار کولو تر څنګ، زده کړه هم کوي.

د مرضیې په خبره، له بدلون مخکې په هېواد کې یې ډېر پېرېدونکي درولودل؛ خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله یې د خرڅلاو کچه راټیټه شوې ده.

حفیظي زیاته کړه: «اوس ستونزې دا دي چې لارې تړل شوې او هغه کمې لارې چې خلاصې دي ډېر لګښت لري؛ جامې په ۲۰ ورځو کې رسېږي، مخکې خام توکي ډېر ارزانه وو خو اوس يې بیې لوړې شوې دي؛ ان ځیني وخت د توکو له کمښت سره مخ کېږو.»

هغه وایي، مخکې د برېښنا د کموالي ستونزه ډېره وه او ډېر کله پایې الوځول کېدې؛ خو اوس په اوونۍ کې یو یا دوه ځله اړتیا پیدا کېږي چې جنراټور ولګوي چې دې کار سره د تېلو د لګښت مخنیوی شوی.

د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو زده کړیالې خدیجې پژواک ته وویل، له څو ورځو راهیسې په دې کورس کې شامله شوې ده.

هغې زیاته کړه، په دغه کورس کې دوی ته په عملي او نظري ډول د ګلدوزۍ، برښ او کوک وهلو برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

هغه وایي، کولای شي په دې کورس کې هم کار زده کړي او هم عاید تر لاسه کړي؛ څو د محصلۍ اړوند خپل لګښتونه پوره کړي.

خدیجې نورو ښځو او نجونو ته په خطاب کې وویل: «له ښځو او خوېندو غواړم چې د اسلامي حجاب په مراعاتولو کوم چې د الله ج له لوري موږ ته امر شوی کار وکړي؛ څو د کورنیو او هېواد په اقتصاد کې ارزښتناکه ونډه ولري.»

په ورته مهال د مخکني حکومت یوې کارکوونکي شیما چې اوس په یاده کارخونه کې کار کوي، وویل: «خوښه یم چې دلته هم زده کړې کوم او هم کار.»

هغه چې له سختو اقتصادي ستونزو ځورېږي او د څلورو اولادونو مور ده، هیله څرګندوي چې وکولای شي په دې مرکز کې کار زده او په راتلونکي کې په خپله کار وکړي.

نوموړې زیاته کړه: «له ښځو او ځوانو نجونو غواړم چې زحمت وباسي او پر نورو تکیه نه شي.»

Visits: 132

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.