کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د کابل ښار د ځینو اوسېدونکو د ستونزو اورېدو او د اوسني حکومت مشرتابه ته د رسولو په موخه د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون په کابل کې ناسته ترسره شوه.
په دې غونډه کې د څلورمې، یولسمې، پنځلسمې او اووهلسمې حوزو لوړ پوړو چارواکو او مخورو چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته رسېده، ګډون درلود.
د علماوو شورا عمومي رییس شیخ امین الله وقار، د یادې ناستې موخه د اوسني حکومت او خلکو تر منځ د واټن له منځه وړل وبلل.
د هغه په وینا، په دې ناسته کې ټولې هغه ستونزې چې خلک ورسره مخ دي، په کتبي ډول ولیکل شوې او ورته د رسېدنې په موخه به د «اسلامي امارت» له رهبرۍ سره شریکې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن