منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۲ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۷ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د کابل ښار د ځینو اوسېدونکو د ستونزو اورېدو او د اوسني حکومت مشرتابه ته د رسولو په موخه د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون په کابل کې ناسته ترسره شوه.

په دې غونډه کې د څلورمې، یولسمې، پنځلسمې او اووه‌لسمې حوزو لوړ پوړو چارواکو او مخورو چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته رسېده، ګډون درلود.

د علماوو شورا عمومي رییس شیخ امین الله وقار، د یادې ناستې موخه د اوسني حکومت او خلکو تر منځ د واټن له منځه وړل وبلل.

د هغه په وینا، په دې ناسته کې ټولې هغه ستونزې چې خلک ورسره مخ دي، په کتبي ډول ولیکل شوې او ورته د رسېدنې په موخه به د «اسلامي امارت» له رهبرۍ سره شریکې شي.

دغه راز هغه ټینګار وکړ چې په پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې شته امنیتي ستونزو ته به هم رسېدنه وشي.

په ورته مهال، د استخباراتو ریاست مرستیال مولوي رحمت الله له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو په اړه وویل، د شرعي احکامو او افغانستان له دودو سره سم د یوه میکانیزم په جوړولو سره به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د هغه په خبره، په تېرو ۲۰ کلونو کې بهرنیو هېوادونو افغانستان ته هېڅ ژمنتیا نه درلوده او ترڅو چې افغانان خپله د افغانستان د ابادۍ لپاره کار ونه کړي، بل هېڅ هېواد به یې ونه کړي.

نوموړي دغه راز د امريکا له خوا د افغانستان د پيسو ګنګل کول او د نړۍ له لوري د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل هم د هېوادوالو په حق کې ظلم وباله او زياته يې کړه: «هغوی غواړي چې د ډیموکراسۍ  په پلي کولو سره موږ له دینه لرې کړي.»

د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال دغه راز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې اوسنۍ بېوزلي د «اسلامي امارت» له واکمنۍ سره نه ده راغلې، بلکې د «اشغال له دورې» پاتې ده.

په ورته مهال، یوه قومي مشر حاجي فاروق وویل، «اسلامي امارت» د اسلامي احکامو او اوامرو د پلي کولو مسوولیت پر غاړه لري.

د هغه په وینا، د روسيې او امريکا پر وړاندې د جهاد په دغو دوو دورو کې د افغانستان خلکو خپله مبارزه وښوده او کفارو ته يې ماتې ورکړه.

خو هغه ټینګار وکړ چې قومي تعصبات اوس هم شته او اوسنی حکومت باید د ټولو قومونو علماوو او پوهو کسانو ته په حکومت کې برخه ورکړي.

دغه راز په یاده غونډه کې د ‎څلورمې حوزې امر مولوي حضرت خالد وويل، دا وطن د ټولو افغانانو کور دی او هېڅ څوک نه شي کولاى چې کوم قوم له منځه يوسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه