کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): د دولتي پوهنتونونو ځیني استادان وایي، څو میاشتې مخکې یې تنخواګانې او امتیازونه نږدې ۳۸ سلنه کم شوي؛ خو د توکیو د بیو لوړوالي او د دوی کاري مکلفیتونو زیاتوالي ته په پام باید بېرته لوړې شي.
خو د لوړو زده کړو وزارت وایي، د استادانو د تنخوا د لوړولو موضوع یې څو ځلې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړې ده او دغه تنخواګانې په اوسني حالت نه پاتې کېږي؛ ځکه استاد تر ټولو ډېر حقدار دی چې معاش یې لوړ شي.
د راپورنو له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال د لیندۍ په ۱۱ مه د دولتي کارکوونکو د تنخواګانو کړنلاره اعلان کړه.
د دغې کړنلارې له مخې، د دولتي پوهنتونونو د ټولو استادانو اصلي تنخوا ۷۰۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې؛ خو د استادانو امتیازي تنخواګانې توپیر لري. پوهاند ته ۴۶ زره، پوهنوال ته ۴۰ زره، پوهندوی ته ۳۴ زره، پوهنمل ته ۲۸ زره، پوهنیار ته ۲۵ زره، پوهیالي ته ۲۲ زره او نامزد پوهیالي ته ۲۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ امتیازي تنخوا ورکول کېږي.
دغه راز پر اصلي او امتیازي تنخوا سربېره، ډاکټر ته ۳۰۰۰، ماسټر ته ۲۰۰۰ او لیسانس ته ۱۰۰۰ افغانۍ تحصیلي امتیاز هم په پام کې نیول شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي کدرونو د تنخواګانو او امتیازونو د پخوانۍ مقررې له مخې، د تېر کال د لیندۍ له ۱۱ مې مخکې د دولتي پوهنتونونو د استادانو اصلي تنخوا ۹۹۰۰ افغانۍ وه؛ خو پوهاند ته ۶۵ زره، پوهنوال ته ۵۵ زره، پوهندوي ته ۴۵ زره، پوهنمل ته ۳۵ زره، پوهنیار ته ۳۰ زره او پوهیالي ته ۲۵ زره افغانۍ امتیازي تنخوا ورکول کېده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مخکې پر اصلي او امتیازي تنخوا سربېره، ډاکټر ته شپږ زره، ماسټر ته څلور زره او د لیسانس سند لرونکي ته دوه زره افغانۍ تحصیلي امتیاز ورکول کېده.
استادان: تنخواګانې او امتیازونه مو اړتیا نه پوره کوي
د لغمان پوهنتون یو استاد – چې نه غواړي نوم یې څرګند شي- پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دولتي پوهنتونونو د استادانو تنخواګانې او امتیازونه په داسې حال کې کم شوي چې درسي مکلفیتونه یې دوه برابره شوي دي.
د ده په وینا، پخوا به یو استاد د لیسانس دورې ته درې مضمونه شپږ ساعته تدریس کول، خو اوس درې مضمونه ۱۲ ساعته تدریس کوي.
هغه وویل، د استادانو اوسنۍ تنخوا اړتیاوې نه شي پوره کولای؛ ځکه چې د پخوا په پرتله د توکیو بیې لوړې شوي دي.
دغه استاد وایي: «د استادانو اقتصادي ستونزې ډېرې بدې پایلې لري؛ ځکه کله چې د استاد میاشتنۍ تنخوا د هغه اړتیاوې پوره نه شي کړی، اړ کېږي چې په بل کار هم ځان مصروف کړي او که چېرې یې په بل کار ځان مصروف کړ، نو د مطالعې، تحقیق او نویو تازه علمي معلوماتو را ټولولو لپاره بیا وخت نه شي پیدا کولای.»
دی وایي چې استاد باید محتاج نه وي او حکومت باید د استادانو تنخواګانې لوړې کړي؛ څو استادان وکولای شي خپل ټول وخت په پوهنتون کې تدریس ته ورکړي او تدریسي چارې زیانمنې نه شي.
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد رحیم الله ځیرک هم وایي چې د لوړو زده کړو وزارت باید د استادانو د تنخواګانو د کموالې پر پرېکړې بیا کتنه وکړي.
ده وویل چې اوس په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا شوي، د استادانو مکلفیتونه هم ورسره ډېر شوي او اوسنۍ تنخوا او امتیاز یې ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
هغه زیاته کړه: «پخوا به د دولتي پوهنتونونو استادانو په شخصي پوهنتونونو کې هم یو ساعت، نیم ساعت درس ورکاوه او ګوزاره به یې کېده؛ خو اوس د لوړو زده کړو وزارت مکتوب صادر کړی چې د دولتي پوهنتونونو استادان په شخصي پوهنتونونو کې درس نه شي ورکولی. نو ستونزې لا ډېرې شوې دي، د استادانو مکلفیتونو او اوسني وضعیت ته په کتو که چېرې معاشونه نه زیاتېدل نو باید کم شوي خو نه وای.»
د پکتیا پوهنتون یو استاد جنت ګل ځاځی هم د استادانو تنخواګانې کمې بولي، وایي استادان د ورځنیو اړتیاوو تر څنګ، مکلف دي چې تحقیق وکړي، مقالې ولیکي او مطالعه وکړي چې دا ټول لګښت ته اړتیا لري.
دی وایي: «په اوسنيو معاشونو له استادانو تحقیق او څیړنې پاتې دي، ځکه دا معاشونه یې ورځنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی؛ د لوړو زده کړو وزارت باید حداقل د پخوا په اندازه معاشونه ورکړي.»
یو شمېر نورو استادانو هم له پژواک سره په خبرو کې ورته څرګندونې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تنخواګانې په ټولو ادارو کې کمې شوې دي.
خو هغه زیاتوي: «خو دا په دې معنی نه ده چې دا به په همدې حالت وي، دا بېرته ډېرېدونکي هم دي؛ څو ځله مو دغه موضوع اقتصادي کمېسیون ته وړې ده، زموږ نظر دا دی چې استاد تر ټولو ډېر حقدار دی چې معاش یې لوړ شي، خو دا په دې حالت نه پاتې کیږي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP