ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس چارواکي: د کارګرو ماشومانو د ژوند ښه کولو ته پاملرنه کېږي

د بادغیس چارواکي: د کارګرو ماشومانو د ژوند ښه کولو ته پاملرنه کېږي

author avatar
24 Apr 2022 - 14:18
د بادغیس چارواکي: د کارګرو ماشومانو د ژوند ښه کولو ته پاملرنه کېږي
author avatar
24 Apr 2022 - 14:18

قلعه نو (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۱): اقتصادي بېوزلي په بادغیس کې د کارګرو ماشومانو د ډېرېدو لامل شوی او سلګونو ماشومانو د قلعه نو په لارو او کوڅو کې کثافاتو راټولولو ته مخه کړې ده.

ډېری دغه ماشومان د خپلو کورنیو نفقه راوړونکي دي او د کثافاتو راټولولو او پلورلو له لارې د خپلې څو کسیزې کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کوي.

له دې ډلې یو هم ۱۴ کلن بهاوالدین دی چې د بادغیس د قادس ولسوالۍ د «اب بخش» کلي اصلي اوسېدونکی دی. دی هره ورځ له سهاره تر ماښامه د لارو او کوڅو کثافات ټولوي او په بدل کې يې پیسې اخلي.

دغه ماشوم له خپلې کورنۍ سره د فقر او نېستۍ له امله له مجبورې ورځې خپل کور کلي پرېښودلو ته اړ شوی او دا مهال په مرکز قلعه نو کې د کډوالو په کمپ کې شپې او ورځې تېروي.

هغه وایي، تنګ لاسۍ اړ ویستی چې کثافاتو ټولولو ته مخه کړي؛ څو د خپلې ۱۷ کسیزې کورنۍ لګښت پوره کړي.

بهاوالدین زیاتوي، هغه له خپل کوچنې ورور سره د ورځې ۵۰ تر ۶۰ او په اوونۍ کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو عاید لري او په همدې پیسو د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

بهاوالدین زیاتوي: «پلار مې سپین ږیری دی او مرسته راسره نه شي کولای او د کورنۍ لګښت زما پر غاړه دی.»

دغه تنکی ځوان په یوازې سر هڅه کوي چې د خپلې ۱۷ کسیزې کورنۍ نفقه برابره کړي.

ښوونځي ته تګ یې یوه لویه هیله ده؛ خو اوس د دغه ستر مسولیت په منلو سره نه دی توانیدلی چې خپلې دې موخې ته ورسېږي.

هغه وایي: «خوښېږي مې چې ښوونځي ته لاړ شم خو پیسې نه لرم؛ څو درس ووایم؛ خو دا چې مجبور یم کار وکړم نو نشم کولای چې ښوونځي ته لاړ شم.»

رمضان یو بل کوچنی دی چې د بهاوالدین په څېر برخلیک سره مخ دی؛ هغه هم کار کوي څو د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

هغه وویل، پلار یې کلونه مخکې له لاسه ورکړی او په کورنۍ کې یې بل داسې څوک نشته چې کار وکړي او نفقه راوړي.

د رمضان په وینا، هره ورځ د کثافاتو راټولولو او پلورلو له لارې یو څه عاید لري چې ورباندې خپلې کورنۍ ته خواړه او درمل پوره کوي.

هغه وایي: «هیله لرم چې درس ووایم، خو څوک نشته چې کار وکړي او زما د درس او تعلیم پیسې راکړي.»

په همدې حال کې، د باغیس پوهنتون استاد نثاراحمد اکبري په دغه ولایت کې د کارګرو ماشومانو ډېرېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو پژواک ته وویل چې دغه وضعیت باید مدیریت او کنټرول شي.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې د بېوزلۍ او ناچارۍ له امله، ډېری ماشومانو د کثافاتو راټولولو او ان سوالګرۍ ته مخه کړې ده.

نوموړی وایي، دغه وضعیت ناوړه پایلې لري او د ټولنې راتلونکی له خطر سره مخ کولای شي.

د اکبري په وینا: «که دغو ماشومانو ته پاملرنه ونه شي، کېدا شي راتلونکي کې پر داسې انسانانو بدل شي چې خلک او ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.»

خو هغه له مسوولو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او دا ستونزه له منځه یوسي.

په ورته مهال، د باغیس د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مهارتونو د پراختیا عمومي مدیر غلام حسن محمدي هم د کارګرو ماشومانو د ډېرېدو پخلی کوي او وایي، څه باندې ۴۰ کلنه جګړه او په وروستیو کلونو کې پرلپسې وچکالي په هېواد کې د بېکارۍ زیاتوالي، بېوزلۍ او ناچارۍ لاملونه دي؛ له همدې امله ډېر ماشومان اړ شوي چې دغه ډول کارونو ته مخه کړي.

نوموړي وویل، دغه موضوع یې تل له مسوولو چارواکو او مرستندویه دفترونو سره شریکه کړې او دې برخې ته یې د پاملرنې غوښتنه ترې کړې ده.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې، په باغیس کې یوه مرستندوی دفتر له ۵۰۰ ډېرو بېوزله ماشومانو مشران راغوښتي وو او هغوی یې د کار او ځانګړو مهارتونو زده کولو په بېلا بېلو برخو کې بوخت کړي دي.

محمدي زیاتوي: «موږ تل د دې ستونزې هوارولو په لټه کې وو؛ په دې اړه مو له ډېرو دفترونو سره خبرې کړې او تر اوسه مو د یادو ماشومانو له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ د حرفوي زده کړې کورسونو ته جذب کړې دي؛ نور پلانونه هم لرو.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.