کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): په داسې حال کې چې کوچني اختر ته لا شپږ ورځې پاتې دي، ګڼ شمېر هېوادوال د دغو مراسمو د لا پرتمنې لمانځنې لپاره بازارونو ته وتلي او د اړتیا وړ بېلابېل خوراکي توکي پېري؛ دا په داسې حال کې ده چې د پژواک موندنې ښيي چې د ځینو اختریزو خوراکي توکو بیې ۲۰ سلنه لوړې شوې دي.
مسلمانان هر کال دوه اخترونه (کوچنی او لوی اختر) لري؛ افغانان په دې ورځو کې خوښي کوي، نوې جامې پېرې او د خپلوانو لیدو ته ورځي، ډېری کورنۍ د ښې مېلمه پالنې په موخه بېلا بېل خوراکي توکي (وچه مېوه، کېک، کلچې، سمیان، نوشابې، تازه مېوې) برابروي.
د اختریزو خوراکي توکو د بیو ۲۰ سلنه لوړېدل
د کابل ښار په تایمني سابقه سیمه کې د خوراکي توکو پلورونکي نوید کاکړ نن (د غويي ۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د تېر کال اختر ته نږدې ورځو په پرتله د وچې مېوې او شیریني بابو بیې لوړې شوې دي.
د هغه په خبره، نن د تېر کال همدې وخت په پرتله د یو کیلوګرام شنو ممیزو بیه له ۳۰۰ څخه ۴۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام پستې بیه له ۸۰۰ څخه ۹۸۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام بادامو بیه له ۷۰۰ څخه ۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام نخود له ۳۰۰ څخه ۳۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام کاجو له ۸۰۰ څخه ۹۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تورې جلغوزې بیه له ۱۸۰۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي وویل، د یو کیلو ګرام اعلی غوزانو بېو کې تغییر نه دی راغلی او د پخوا په څېر په ۷۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
نوید په داسې حال کې چې د تېر کال په پرتله د پلور د کچې د کموالي خبره کوي وايي، د یادو توکو بیې د اختر د رانږدې کېدو او افغانۍ پر وړاندې د ډالر د بیې لوړېدو له امله لوړې شوې دي.
په ورته وخت کې د کابل ښار په منډويي کې د رامین قادري په نوم کلچه پلورونکی وايي، نن د تېر کال د همدې وخت په پرتله د یو کیلوګرام کلچو بیه له ۱۲۰ افغانۍ څخه ۱۶۰ افغانۍ، یو کیلو کیک له ۱۲۰ څخه ۱۵۰ افغانۍ، یو کیلو سیمیان له ۱۰۰څخه ۱۵۰ افغانۍ او یو پاکټ اعلی خارجي چاکلیټ له ۳۰۰ څخه ۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه وویل، د یادو توکو بیه د اوړو، غوړیو او بورې د بیو لوړېدو له امله زیاته شوې ده.
سرچینې څرګنده کړه چې مخکې به یې اختر ته په نږدې ورځو کې تر ۲۰۰زره افغانیو پلور درلود، خو اوس دغه اندازه ۱۰زره افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د جامو د پلور کموالی
د کابل ښار په ګلبهار سنټر کې د جامو پلورونکي ساحل پیشتاز وویل، نن د تېر کال په پرتله د توکو بیې لوړې شوې دي؛ خو د تېر کال په پرتله پلور ۵۰ سلنه کم شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، اته میاشتې کېږي چې دلته کار کوي، هر کال به د اختر په رانږدې کېدو سره تر مازیګره بازار ګرم و او پلور يې درلود، خو اوس د پلور کچه ډېره کمه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP