ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان اوسېدونکي له اقتصادی ستونزو سره سره اختر ته چمتووالی نیسي

د سمنګان اوسېدونکي له اقتصادی ستونزو سره سره اختر ته چمتووالی نیسي

author avatar
26 Apr 2022 - 16:06
د سمنګان اوسېدونکي له اقتصادی ستونزو سره سره اختر ته چمتووالی نیسي
author avatar
26 Apr 2022 - 16:06

ایبک (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): د سمنګان ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې اختر ته چمتووالی نیسي چې ځیني یې د ژوند د ښه والي خبره کوي، خو یو شمېر نور یې بیا د توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري.

دا چې د روژې میاشت په ختمېدو ده او اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د دغه ولایت په مرکز ایبک کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او د اختر لپاره د اړتیا وړ توکي پېري.

هټۍوال وایي، دا یې د کار ورځې دي چې له میاشتو میاشتو ورته په تمه وو.

۴۵ کلن خلیفه مرید چې په ښار کې د خیاطۍ دوکان لري، وایي، په روژې میاشت کې په ځانګړې توګه د اختر په رانږدې کېدو سره یې کار ښه شوی او د ورځې په اوسط ډول ۲۰ جوړې نارینه جامې ګنډي او په بدل کې یې ښه اجوره اخلي؛ څو خپل ورځنی ژوند ورباندې تېر کړي.

هغه وویل: «چپه یخن په ۵۰۰ فغانۍ او قاسمي دوخت په ۴۰۰ افغانۍ ګنډو؛ شپه او ورځ کار کوو او تر اوسه مو له اتو شاګردانو سره یو ځای ۶۰۰ جوړې جامې ګنډلي او ۹۸ جوړې نور پاتې دي.»

هغه په داسې حال کې چې د خیاطۍ ماشین څرخ یې تاووه وویل، سمنګان کرنیز ولایت دی؛ ډېری اوسېدونکي یې په بڼوالۍ او کرنه بوخت دي او د نورو کلونو په پرتله سږ کال د وزو او پسونو بیې لوړې شوې دي او د کورنیو پر اقتصاد یې ښه اغېز کړی؛  همدا د دې لامل شوی څو فرمایشونه یې ډېر شي.»

د ایبک ښار یو رخت پلورونکی شهاب الدین وايي، چې د اختر په رانږدې کېدو سره د رخت خرڅلاو هم ښه شوی.

هغه زیاته کړه: «بازار ښه دی؛ خلک له ښځو سره له لرغان، الشې، شیرکیار کلیو او د ښار له لرې سیمو څخه راځي، خپل څاروي پلوري چې یو پسه ۱۰زره افغانۍ کېږي، هغوی په دې پیسو له ۵ تر ۱۰ جوړو زنانه او مردانه جامې اخلي او موږ د ورځې له ۳۰ تر ۸۰زره افغانیو خرڅلاو لرو.»

خو د سمنګان ځیني اوسېدونکي د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د شېرینو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

په ایبک ښار کې یو موچي بابه نعیم وایي: «زه یوه لور او دوه زامن لرم؛ دلته د ورځې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو کار کوم او خپلو اولادونو ته مې په اختر کې نوې جامې اخیستې؛ خو د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله مې سږ کال ونشو کولای چې ځانته نوي کالي جوړ کړم.»

هغه چې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي هم شکایت کوي وایي: «تر اوسه مې د اختر خوراکي توکي نه دي پېرلي؛ ځکه تېر کال یو کیلوګرام کلچې په ۹۰ خو سږ کال یې بیه ۱۶۰ افغانیو ته رسېدلې ده.»

دغه راز د ایبک د «لرغان» کلي اوسېدونکې ۵۱ کلنه مېرمن «جان» د اختر رارسېدو ته خوښه ده، خو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

هغې چې له دوو کوژدن شویو زامنو سره یې د بزازۍ له دوکانه خپلو نګېندو ته څو ډوله جامې  اخیستې، په ازبکي ژبه یې وویل: «سږ کال اختر کې مې دوه زامن کوژدن دي، خپلو دواړو ناوو ته مو ۲-۲ جوړې جامې، بوټان، پړوني، د ارایش سامان او لوازم وپېرل، د خپلو نګېندو پلار، مور، خاله ګانو او ترور ګانو ته مو هم کالي واخیستل، دا هر څه ۶۳زره افغانۍ شوې، د اختر لګښت زیات دی؛ زوی مې هم بېکاره دی، د کور نورو غړو ته مې کالي وانه خیستل.»

د هغې په وینا، خاوند یې د څارویو جلاب دی او سږ کال چې د څارویو بیې لوړې دي؛ د وزو او پسونو د جلابۍ مزد هم ښه دی.

بلخوا، د ایبک ښاروالي هم د خوراکي توکو د بیو لوړېدو پخلی کوي.

د ایبک ښار د بازار کنټرولولو د ټېم یوه کارکوونکي بشیرالله پژواک ته وویل، د اختر په رارسېدو، ډېری خلک د اړتیا وړ توکو پېرلو لپاره بازار ته راغلي.

هغه زیاته کړه، له اقتصادي پلوه کله چې په بازار کې د عرضې په نسبت د تقاضا کچه لوړه شي، نو د لومړنیو توکو بیو د لوړېدو لامل ګرځي.

د هغه په خبره، دوی په دې موخه د بازار لپاره یو ټیم ګومارلی او د بیو د کنټرول مسولیت ورسپارلی دی.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.