ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
30 Apr 2022 - 14:28
تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
30 Apr 2022 - 14:28

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۱ کسان وژل شوي، ۸۴ ټپیان دي او د دې مرګ ژوبلې ۵۹ سلنه د کابل په یو جومات کې د چاودنې له امله اوښتې ده.

  • روسیې د نوي افغان حکومت ډیپلومات منلی، خو وایي، دغه حکومت هغه مهال پر رسمیت پېژني چې ټولګډون وي.
  • تېره اونۍ هم ځینو سرچینو په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو د پرانيستې غوښتنه وکړه.
  • افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ۳۲ میلیون ډالرو نغدي مرستو ۲۷مه کڅوړه راورسېده.
  • په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي: د افغانانو پانګه دې د افغانانو لپاره ولګول شي.
  • ګوتېرش: افغانستان کې د نغدو پیسو کمښت ستونزه د دغه هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخ کولای شي.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپيان وو.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د علاوالدين په سيمه کې د «خلیفه صاحب» په جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته چاودنه وشوه. د عامې روغتيا وزارت وايي، له يادې چاودنې پنځه مړي او ۵۸ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي خو د کابل امنیې قوماندانۍ پرون ویلي وو چې په دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

تېره اوونۍ د‌ بلخ په مرکز مزار کې هم په دوو چاودنو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

وړمه اونۍ په مزار کې هم په یو جومات کې چاودنه کې ۱۱ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان وو.

د راپورونو له مخې، د مزار د دغو دواړو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

راپورونه ښیي چې تېره اونۍ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر يوې ریکشا د وسله والو ډزو کې يو ماشوم وژل شوى دی. دغه راز د همدغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د زړې سرګلولې چاودنې له امله يوه ماشومه ووژل شوه او يوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان شول.

د راپورونو له مخې، د بدخشان په فیض اباد ښار کې د ماين چاودنې د دغه ولايت د کانونو رییس وواژه او دوه کسان یې ټپيان کړل. دغه راز ناپېژاندو وسله والو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ۱۶ کلن هلک د خپل کور مخې ته پر ډزو وواژه.

د ځایي سرچینو له قوله، تېره اونۍ وسله والو غلو د سمنګان په دره صوف پايين ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو پنځه کارکوونکي پر ډزو ووژل، په کندوز کې د ماين چاودنې څلور کسان ټپيان کړي او د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د يوه کس مړی موندل شوی دی.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲۸ کسان وژل شوي او ۱۶۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اوونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

له نړۍ سره تعامل

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه مهال د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژني چې ټولګډون وي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په خپل هېواد کې د افغانستان د سرپرست حکومت ډیپلومات منلی او افغان چارواکي وايي، حکومت یې ټولګډون دی، خو د لا ټولګډونوالي هڅې یې کوي. هغوی وایي چې ‎د بل هيڅ هېواد پر حریم او خاوره د تجاوز نیت نه لري او له نورو هېوادونو هم د متقابل درناوي غوښتونکی دی.

راپورونه ښيي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تېره اونۍ له قطري چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د تړون پر هغو ټکو خبرې کړې چې تر اوسه یې په اړه هوکړه نه ده شوې.

د افغانستان رييس الوزرا ملا محمد حسن د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف ته د مبارکۍ په پیغام کې هغه ته ډاډ ورکړی چې دواړه وروڼه هېوادونه به ښې او پراخې اړیکې ولري.

د نجونو ښوونځيو د بيا پرانيستې غوښتنه

د روان ښوونیز کال له پیل سره سم د افغانستان د پوهنې وزارت وویل چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل تر بل امره ځنډېدلی دی. دغه وزارت ویلي چې دا ښوونځي به د یوې طرحې له وروستۍ کېدو وروسته پیل شي.

دغه اقدام په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شو او تېره اونۍ هم په دې اړه غبرګونونو شتون درلود.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مدني ټولنو له یو شمېر فعالانو سره لیدنه کې او د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو د پرانيستې غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د څار ادارې هم وویل، په افغانستان کې داسې نښې نه لیدل کېږي چې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې دې پرانيستل شي او ښايي دا د «طالبانو» دایمي پرېکړه وي.

د مرستو دوام او د کنګل شوو پيسو د خلاصون غوښتنه

تېره اونۍ د نړیوالې ټولنې د ۳۲ میلیون ډالرو نغدي مرستو ۲۷مه کڅوړه کابل ته راورسېده.

دغه راز، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي وایي چې نږدې ۹۵ سلنه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي نو امريکا بايد د افغانستان کنګل کړې شتمني يواځې د افغانانو لپاره ولګوي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم د امریکا له لوري د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو په کنګل کولو نیوکه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وایي، په افغانستان کې د نغدو پیسو د کمښت ستونزه د دغه هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخ کولای شي او د افغانانو لپاره به ناوړه پایلې ولري.

Visits: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.