ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رييس الوزرا: نړۍ دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي

رييس الوزرا: نړۍ دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي

author avatar
2 May 2022 - 04:00
رييس الوزرا: نړۍ دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي
author avatar
2 May 2022 - 04:00

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخند له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له دوی سره کړې ژمنې دې عملي کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د کوچني اختر لمانځه پر مهال راغلو خلکو ته په خپله وینا کې وکړې.

د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې پر ريیس الوزرا سربېره د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابینې غړو او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم ګډون کړی و.
رییس الوزرا د کوچني اختر لمانځه له ادا کولو وړاندې د هېواد د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې او  ویې ویل چې حکومت د هيڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
ده له ګاونډیو هېوادونو او ټولې نړۍ وغوښتل چې له دوی سره پر خپلو ژمنو وفا وکړي.
نوموړي اقتصادي ستونزې د تېرې ۲۰ کلنې واکمنۍ پایله وبلله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت ټولشمول او د الهي لارښوونو مطابق بشري حقونو او نورو ارزښتونو ته ژمن دی.
هغه دعا وکړه چې افغان ملت او ټول مسلمان امت ته نېکمرغي او خوښي ورنصیب کړې او په خپل رحمت دې وچکالي او د هېواد نورې ستونزې هم حل کړي.
ورپسې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېرې شل کلنې جګړې ته په اشارې یو وار بیا ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت مخالفین نه شي کولای له نظامي لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
ده زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د دغه هېواد د امنیت، ثبات او هوساینې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

Visits: 351

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.