ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ګلابو په حاصلاتو کې ٣۰ سلنه زیاتوالی راغلی

په ننګرهار کې د ګلابو په حاصلاتو کې ٣۰ سلنه زیاتوالی راغلی

author avatar
2 May 2022 - 10:13
په ننګرهار کې د ګلابو په حاصلاتو کې ٣۰ سلنه زیاتوالی راغلی
author avatar
2 May 2022 - 10:13

جلال اباد (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۱):  د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، ټاکل شوې سږکال د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې له کرل شويو ګلابو څخه ۲۵۰ ټنه حاصلات راټول شي چې د  تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زياتوالى ښيي.

دوی وايي، کروندګرو څخه هر کيلو د ګلابو ګلان په ۶۰ افغانۍ اخېستل کېږي چې لږ تر لږه تر ١٥ ميليونه افغانۍ عوايد به له دې لارې د کروندګرو لاسته ورشي.

بل لورته کروندګر هم خوښ دي چې د ګلابو له اسان کښته ډېره ګټه تر لاسه کوي.

د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني پژواک اژانس ته وويل چې د اچين، سپين غر او دره نور ولسواليو په ۴۱۵ جريبه ځمکه ګلاب کرل شوي.

هغه زياته کړه چې د ګلابو دغه کروندې د جرمن اګرو اکشن موسسې له لوري ۶۶۱ کروندګرو ته جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، له تېرو درېيو کلونو راهېسې د کرنې رياست په هلو ځلو د افغان روز (Afghan Rose) په نوم يوې ادارې چې د ګلابو د پروسس فابريکه هم لري، له دغو کروندګرو سره قرارداد کړی او ګلاب ترې په مناسبه بيه اخلي.

دی وايي، سږکال اټکل شوی چې تر ۲۵۰ ټنه ګلاب راټول او دغه فابريکه کې به پروسس شي چې لږ تر لږه ۱۵ ميليونه افغانۍ عوايد به ترې کروندګرو ته په لاس ورشي.

د سبحاني د معلوماتو له مخې تېر کال ګلابو ۱۸۸ ټنه حاصل ورکړی و چې ۱۲ ميليونه افغانۍ عوايد ترې ترلاسه شوي وو.

د کرنې رياست وياند وايي، د ګلابو د حاصلاتو د لوړېدو علت د افغان روز په مرسته کروندګرو ته د تخنيکي زده کړې ورکړه ده.

هغه وايي چې له کروندګرو څخه يو کیلو ګلاب په ۶۰ افغانۍ اخېستل کېږي او تر پروسس وروسته د ګلابو اوبه (عرق) د افغانستان په مارک باندې بهرنيو هېوادونو ته د عطرو جوړولو لپاره صادرېږي.

کروندګر هم خوښ دي چې په لږه ځمکه يې د ګلابو په کښت سره ډېر عوايد تر لاسه کوي.

د دره نور ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد علي پژواک ته وويل، که څه هم اوس د ګلابو له حاصلاتو ښې پيسې تر لاسه کوي، خو دا ګټه يې د تېرو لسو کلونو د زحمت پايله ده.

د اچين ولسوالۍ يو کروندګر عزيز الله چې پر خپله ځمکه يې د ګلابو بوټي کرلي وايي، که دا پروسه نورو ولسواليو ته هم وغځول شي او د پروسس شرکتونه او فابريکې زياتې شي نو له يوې خوا به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بل پلوه به د کوکنارو او نورو حرامو کښتونو د کر مخنيوی شوی وي.

د يادونې ده، په ننګرهار کې د ګلابو د کښت او روزنې لړۍ لس کاله وړاندې د جرمني هېواد د جرمن اګرو اکشن موسسې په همکارۍ پيل شوې ده.

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.