ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: د واکسین تقویتي دوز د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې اغېزناک دی

د طب پوهان: د واکسین تقویتي دوز د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې اغېزناک دی

author avatar
4 May 2022 - 18:49
د طب پوهان: د واکسین تقویتي دوز د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې اغېزناک دی
author avatar
4 May 2022 - 18:49

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۱): د طب پوهانو، د کرونا واکسین د تقویتي دوز تزریقول پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په مخنیوي کې اغېزناک بولي او خلک تطبیق ته یې هڅولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتونه زیاته هڅه کوي څو خلک د کرونا دریم دوز واکسین تطبیقولو ته وهڅوي.

د کرونا واکسین تقویتي دوزونه په ځانګړو او حیاتي شرایطو کې تر ټولو لوی لکه په روغتون کې له بستر کېدو او مړینې محافظت رامنځته کوي.

ډیری ډاکټران په دې باور دي چې د کرونا واکسین درېیم دوز کولای شي تر یوه حده پر کرونا د اخته کېدو مخنیوی وکړي.

په کابل کې په يوه خصوصي روغتون کې د صدري ناروغیو جراح ډاکټر سمير بيات د کرونا واکسين تقویتي دوز اغېزناک وباله او پژواک ته یې وویل، ځینو هېوادونو د کرونا د تقویتي دوز تزریقول پيل کړي چې پایله یې د  قناعت وړ ده.

هغه له خلکو وغوښتل چې پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو او له امله یې د مړینې د مخنیوي لپاره، د کرونا تقویتي دوز واکسین تطبیق کړي.

هغه له هغو هېوادوالو چې تر اوسه یې د کرونا واکسین نه دی اخیستی، وغوښتل چې پر کرونا د اخته کېدو او په ټولنه کې یې د خپرېدو مخنیوي لپاره دې واکسین تطبیق کړي.

د هغه په ​​خبره، د کرونا د نویو څپو د خپراوي ګواښ موجود دی چې افغانستان هم ترې مستثنا نه دی، نو خلک بايد روغتيايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.

اسوشیت پروفیسیور ډاکټر نبیل پاکطین هم د کرونا واکسین د تقویتي ډوز تطبیقولو ته په اشارې  سره وویل، د تقویتي دوز تطبیق سره د کرونا پر وړاندې د بدن د خوندیتوب کچه زیاتېږي.

هغه زیاته کړه، د لومړي واکسین له ترلاسه کولو وروسته د وخت په تېرېدو سره د بدن مقاومتي سیسټم کمزوری کېږي او د تقویتي دوزونو تزریقول کولای شي بدن خوندي وساتي.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې د نورو روغتیایي سپارښتنو تر څنګ ماسک کارول، ټولنیز واټن او حفط الصحې مراعاتول له پامه ونه غورځوي.

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر وویل چې د کرونا واکسین د تقویتي دوز تزریق کومه ستونزه نه لري او په نړۍ کې هم تطبیقیږي.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې پر دوامداره ناروغیو اخته دي، ښایي د روغتیا وزرت له لوري ورته د کرونا تقویتي دوز یا (بوسټر) واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند له هغو کسانو چې تر اوسه یې د کرونا واکسین نه دی تطبیق کړی، غواړي چې نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي او واکسین ترلاسه کړي.

د يادولو ده، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو له پيله تر اوسه له ۱۸۰ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۶۰ زره کسان بېرته رغېدلي او ۷۶۰۰ نور ترې مړه شوي دي.

Visits: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.