Pajhwok Afghan News

نن د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې خو د بورې بیه لوېدلې ده

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۱): نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې؛ خو د هندۍ بورې په قیمت کې بیا کموالی راغلی دی.

په کابل کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۴۰۰ نه ۲۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل، په ډېرو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله د قزاقي اوړو واردات کم شوي؛ نو ځکه یې بیه لوړه شوې ده.

خو نوموړی وايي، نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۸۵۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو ته کمه شوې؛ چې لامل یې بورې ته د تقاضا کموالی او د وراداتو زیاتوالی دی.

صافي وویل، نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۹۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۸۵۰ افغانۍ ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې هم پر خپل حال پاتې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبه یو لېتر پټرول په ۶۷ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ۷۸ افغانیو پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن هم د تېرې اوونۍ په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۶۶ افغانيو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیو کې هم بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار لېسه مریم بازار کې یو د سرو زرو پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي سره زر په ۴۳۰۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۳۰۰ افغانیو پلوري.

د ډالر او کلدارو بیې.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۷۰ افغانۍ کېږي.

د روانې غويي میاشتې په ۱۰مه، د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 47

Exit mobile version