ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د پهلوانۍ او پکتيکا کې د نېزه بازۍ سیالۍ پاى ته ورسېدې

اروزګان کې د پهلوانۍ او پکتيکا کې د نېزه بازۍ سیالۍ پاى ته ورسېدې

[restrict paid=”true”]

ترینکوټ-ښرنه (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۱): په اروزګان او پکتيکا ولايتونو کې د تېر کوچني اختر په مناسبت د پهلوانۍ او نېزه بازۍ پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د اروزګان د پهلوانۍ په سياليو کې د دغه ولايت د مرکز او ولسوليو ترڅنګ، د کندهار ولایت د نېش، سپین بولدک، میانشین او له زابل ولایت څخه ۲۲۰ پهلوانانو ګډون کړی و.

د اروزګان ولایت د ورزش او بدني روزنې امر قدرت الله الفت وویل چې دغه پنځه ورځنۍ سيالۍ د خاص اروزګان ولسوالۍ په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

الفت وایي، همداسې په ترتيب سره د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ پهلوانانو دويم مقام او د اروزګان د چورې ولسوالۍ غېږنیونکو درېیم ځاى خپل کړ.

دغه راز د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور ریيس محمد اصف وایي، په پام کې ده چې په راتلونکي کې هم ورته سيالۍ ترسره شي.

همدارنګه يوه پهلوان داوود پژواک اژانس ته وويل چې مسوولين بايد د هېواد په کچه د ورته سياليو ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا ولایت کې د نېزه بازۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د پکتيکا د المپيک امريت ورزشي مدير امين جان پژواک ته وويل چې د نېزه بازۍ دغه سيالۍ د کوچني اختر په مناسبت د درېيو کلپونو ترمنځ پيل شوې وې.

هغه وايي، په دې سياليو کې ٣٠ لوبغاړو ګډون کړى و چې د اتفاق لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه.

د شوکت په نامه يوه لوبغاړي پژواک ته وويل چې په راتلونکي کې هم بايد د ورته سياليو ترسره کېدو لپاره زمينه برابره شي.

[/restrict]

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.