ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جلغوزو په صادراتو کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی”

“د جلغوزو په صادراتو کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی”

author avatar
10 May 2022 - 17:10
“د جلغوزو په صادراتو کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی”
author avatar
10 May 2022 - 17:10

ګردیز (پژواک، ٢٠ غويى ۱۴۰۱): د افغانستان د جلغوزو سوداګرو اتحادیه وایي چې په دې وروستیو کې د جلغوزو په صادارتو کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

په دې تړاو د افغانستان د جلغوزو سوداګرو اتحادیې مشر یحیى خان ځدراڼ پژواک خبرې اژانس ته وویل چې د هوايي دهلېزونو نشتوالي له امله د جلغوزو په صادراتو کې ٩٥ سلنه کموالى راغلى دى.

دی وایي چې د جلغوزیو صادراتو په کمېدو سره یې په هېواد کې دننه هم بیې ټیټې شوې دي.

هغه زیاتوي: ((مخکې چین ته جلغوزي صادرېدل، هلته یو کیلوګرام له ۲۵ څخه نیولې تر ۳۰ او ۳۵ ډالرو پورې پلورل کېدل خو اوس یې په افغانستان کې بیه له ۱۲تر ۱۵ ډالرو پورې ده.))

د هغه د معلوماتو پر اساس، په ۱۴۰۰ کال کې د جلغوزو شاوخوا ١٧ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو چې ١٥ ټنه يې په قانوني ډول له هېواده بهر صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ١٣٩٩ کال کې ٤زره ټنه جلغوزې په قانوني ډول نورو هېوادونو ته صادر شوي وو.

ځدراڼ وایي: ((موږ دلته د جلغوزو د پروسس لپاره اساسي امکانات په واک کې نه لرو، له همدې امله په ډېره کمه اندازه جلغوزې امریکایي او اروپایي مارکېټونو ته صادريږي.))

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې هوایي دهلېز دې هر څو ژر بېرته فعال کړي.

دغه راز د پکتیا اوسېدونکي حسین چې د جلغوزو ونې لري او هم یې سوداګري کوي پژواک اژانس ته وویل چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د جلغوزو بازار ډېر سوړ شوى دى.

د ده په خبره، په مخکې کلونو کې به جلغوزي چین ته صادرېدل نو بیه یې هم لوړه وه، خو اوس په قاچاقي لارو يواځې پاکستان ته وړل کېږي.

همدارنګه د جلغوزو یو بل سوداګر ساحل ځاځي پژواک ته وویل چې په هېواد کې د هوايي دهلېز نه شتون د دوی کار له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

دی وایي، چین او نورو هېوادونو ته د جلغوزو د صادراتو په کمېدو سره یې بیې هم ټیټې شوې دي.

د ده په خبره: ((مخکې د یو کیلوګرام جلغوزیو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه  ۱۳۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.))

نوموړی وایي، که حکومت جلغوزو ته بازار پيدا نه کړي نو دوى به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

بلخوا د سوداګرۍ خونې سرپرست یونس مومند پژواک ته وویل چې جلغوزي د افغانستان د صادراتو مهمه برخه جوړوي.

ده هم ټينګار وکړ چې د جلغوزو صادراتو لپاره بايد اساسي بازار پيدا شي څو د افغانستان دغه مهم توليد د نورو هېوادونو په نوم نورې نړۍ ته صادر نه شي.

دا په داسې حال کې ده د هوايي دهلېزونو او صادراتو په اړه د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څه موده وړاندې پژواک ته ويلي وو، حکومت هڅه کوي چې د کورني توليداتو صادرولو په موخه هوایي دهلېزونه بېرته فعاله کړي.

د يادونې ده، په هېواد کې له سياسي بدلون وړاندې افغان سوداګرو له ډېرو هېوادونو سره سوداګريزې راکړې ورکړې درلودې؛ خو د افغانستان سوداګري اوس له څو هېوادونو سره محدوده شوې ده.

Visits: 251

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.