[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر رابرټ ماردیني له ایراني چارواکو سره د افغان کډالو د ناوړه وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
ماردیني چې د ایران د سره صلیب ادارې په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه تهران تللی، د دغه هېواد له بېلابېلو مسوولینو سره یې خبرې کړې دي.
هغه پخپل ټویټر کې لیکلي چې له ایراني چارواکو سره یې د یمن، افغانستان، سوریې او اوکراین د کډوالو پر وضعیت بحثونه کړي دي.
بلخوا، نوموړي له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې د افغانستان په هکله یې له ایراني چارواکو سره ډېر بحثونه وکړل.
هغه زیاته کړې: «خبرې مثبتې وې. موږ یو بل ته سترګه په سترګه کتل.»
د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا اروپایي هېوادونو کې د پناه اخیستو په موخه ایران ته اوړي.
د سره صلیب نړیوالې موسسې مشر وایي، د ایران د سرې میاشتې ادارې له چارواکو سره پدې غږیدلی چې څنګه افغان کډوالو او پنا غوښتونکو ته مهم روغتیایي خدمات برابر شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دم ګړۍ پدې هیواد کې شاوخوا ۵ میلیونه افغانان ژوند کوي.
[/restrict]
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن