ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د چرګانو دانې یوه فابریکه خپل تولیدات لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو ته لېږي

کندهار کې د چرګانو دانې یوه فابریکه خپل تولیدات لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو ته لېږي

author avatar
12 May 2022 - 16:03
کندهار کې د چرګانو دانې یوه فابریکه خپل تولیدات لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو ته لېږي
author avatar
12 May 2022 - 16:03

کندهار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): په کندهار کې د برېښنا د کمښت او ګڼو نورو ستونزو سربېره د چرګانو دانې د تولید یوه لویه فابریکه فعاله ده چې د کابل په ګډون د هېواد ۱۵ ولایتونو ته خپل تولیدات استوي.

د (وطن دانه) په نوم دا فابریکه د کندهار ښار په صنعتي پارک کې جوړه شوې چې په خپل تولید سره یې له بهره د چرګانو د خوراکي توکو د واردولو ۹۰ سلنه مخنیوی کړی دی.

د دې فابریکې یوه مسوول عبدالمصمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې فابریکې پر جوړولو ۴ میلیون ډالر پانګونه شوې چې اوسمهال په کې ۱۰۰ کسان په مستقیم او زرګونه نور په غیر مستقیم ډول کار کوي.

هغه وايي، له هغه وروسته چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چرګانو سلګونه فارمونه جوړ شول، پرېکړه یې وکړه څو د چرګانو د خوراکي توکو د تولید معیاري فابریکه جوړه کړي او فارم لرونکي اړ نه شي د چرګانو لپاره خوراکي توکي له بهره وارد کړي.

دی زیاتوي، د برېښنا د کمښت او نورو ستونزو سربېره یې دا فابریکه فعاله ساتلې چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ ساعته فعالیت کوي او په یوه ساعت کې له ۱۳ تر ۱۵ ټنه تولید لري.

د ده په خبره، د دغې فابریکې تولیدات د کابل په ګډون د هېواد ۱۵ ولایتونو ته استول کېږي چې له بهره یې د چرګانو د خوراکي توکو د واردولو ۹۰ سلنه مخنیوی کړی دی.

ده یادونه وکړه چې د دوی د تولیداتو کیفیت تر بهرنیو هغو ښه او بیه یې ټیټه ده.

د وطن دانه فابریکې یوه کارکوونکي محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې فابریکه کې له سلو تنو ډېر کارګر په دوه پړاوه کې لس- لس ساعته کار کوي او د چرګانو لپاره څلور ډوله دانه تولیدوي.

هغه زیاته کړه: «موږ دلته دوه شیفټه کار کوو، په یوه ساعت کې تقریباً ۳۰۰ بوجۍ دانه تولیدوو چې د هره بوجۍ دانې وطن ۵۰ کیلوګرامه دی.»

دی وايي، خوشحاله دی چې په خپل هېواد کې کار کوي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

د چرګانو د دانې یو پلورونکی محمد رضا وایي، په کور دننه د چرګانو لپاره تولید شوې دانه ښه کیفیت لري او ارزانه هم ده.

دی وايي، په دې وروستیو کې خلک زړه نه ښه کوي چې له بهره وارد شوې د چرګانو دانه رانیسي، ځکه یو یې بیه لوړه ده او بل یې کیفیت ښه نه دی.

د کندهار د کرنې ریاست وايي، اړتیا نشته چې له بهره د چرګانونو دانه وارد شي؛ ځکه دغې فابریکې دا اړتیا تر ډېره پوره کړې ده.

د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د چرګانو، کبانو او نورو حیواناتو خوراکي توکي له پاکستانه راوړل کېدل خو کیفیت یې دومره خراب و چې چرګان او کبان به ترې مړه کېدل.

هغه زیاتوي: «اوس موږ هیڅ اړتیا نه لرو چې له بهره د چرګانو دانه راوړو؛ ځکه دلته په پراخه اندازه تولیدېږي او تر بهرنیو هغو یې کیفیت هم ښه دی نو خلک باید کورنیو تولیداتو ته پاملرنه ډېره کړي.»

په کندهار کې د برېښنا پر کمښت سربېره لسګونه فابریکې فعالې دي خو ډېرې نورې بیا تړلې او د ځینو فعالیت محدود دی.

صنعتکاران وایي، که د برېښنا ستونزه حل شي په دغه ولایت کې به لسګونه نورې فابریکې هم په فعالیت پيل وکړي او زرګونه کسان به ورسره په کارونو بوخت شي.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.