ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېلي: که له افغانستانه «ترهګریز» ګواښ ووینو، هلته بیا عملیات ترسره کوو

مېلي: که له افغانستانه «ترهګریز» ګواښ ووینو، هلته بیا عملیات ترسره کوو

author avatar
13 May 2022 - 00:29
مېلي: که له افغانستانه «ترهګریز» ګواښ ووینو، هلته بیا عملیات ترسره کوو
author avatar
13 May 2022 - 00:29

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي خبرداری ورکړی چې که له افغانستانه يې هېواد ته "ترهګریز ګواښ" وویني، نو یو ځل بیا به هلته پوځي عملیات ترسره کړي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا په کانګريس کې وکیلانو ته په خپلو خبرو کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

مارک مېلي ویلي: «موږ امریکایانو ته ډاډ ورکوو چې پر هغه څه به عمل وکړو چې د سپټمبر په یوولسمه مو یې ژمنه کړې ده؛ که موږ له افغانستانه خطر احساس کړ، دا توان لرو چې په دغه هېواد کې پوځي عملیات ترسره کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د اسپانیا په مالاګا ښار کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په یوه غونډه کې ویلي، "ترهګر" په افغانستان کې یو ځل بیا د راژوندي کېدو په حال کې دي او هغوی د نړۍ لپاره پر یوه لوی ګواښ بدلېدای شي.

بلخوا د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د افغانستان پولې تر بل هر وخته امنې شوې او اسلامي امارت پر خپله ژمنه ولاړ دی چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي.»

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.