ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې خلک په تولیدي فابریکو کې د فلتر له نشتوالي شکایت کوي

کابل کې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې خلک په تولیدي فابریکو کې د فلتر له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
16 May 2022 - 18:57
کابل کې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې خلک په تولیدي فابریکو کې د فلتر له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
16 May 2022 - 18:57

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د کابل ښار څرخي پله ته نږدې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې ځینې فابریکې فلترونه نه کاروي او د سخت لوګي له امله یې له ستونزو سره مخ دي؛ خو د فابریکو مالکان او کابل ښاروالي بیا دغه ادعا ردوي.

د کابل څرخي پله سیمې په صنعتي پارکونو کې ۲۰۰ فابریکې فعالیت لري.

د ځایي اوسېدونکو اندېښنې

د «هودخېل» کلي اوسېدونکي حمید صافي پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ د کور درېیو خواوو ته تولیدي فابریکې دي چې ډېرې یې د اوسپنې ویلې کېدو دي؛ خو متاسفانه چې ډېری فابریکې فلترونه نه لري او کله چې فعالیت کوي نو ډېر غلیظ لوګی په فضا کې خپریږي.»

هغه وویل: «هغه غلیظ لوګی چې دوی یې تولیدوي، ټوله فضا نیسي؛ په هغه محیط کې چې موږ ژوند کوو، ډېر ککړیږي، همدا غلیظ دود د نفس تنګۍ، حساسیتونو او سرطاني ناروغیو لامل کېږي.»

نوموړی وایي، د ده د کورنۍ د غړو په ګډون د سیمې ډېری اوسېدونکي د نفس تنګۍ په ځانګړې توګه حساسیت، د ستوني درد او سخت زکام اخته شوي دي.

د سرچینې په خبره، تولیدي فابریکې باید د لوګي خپرولو لپاره فلتر ولګوي؛ خو ډېری فابریکو دا کار نه دی کړی او فلتر نه لري.

په ورته مهال، د یادې سیمې بل اوسېدونکی محمد ارشاد هم ورته شکایت لري او وایي، د اوسپنې ویلې کولو ځینو فابریکو د سون سیسټم نه دی اصلاح شوی او د هوا تصفیه کولو فلترونه نه لري.

نوموړي وویل: «د اوسپنې ویلي کولو ځینو فابریکو د سون سیسټم نه دی اصلاح شوی او د هوا تصفیې لپاره هم فلتر نه لري او که فلتر لري هم، بیا یې هم د دغه ځای هوا ککړه کړې چې زموږ د اندېښنې لامل شوی.»

هغه زیاته کړه، صنعتي فابریکو سربېره پر دې چې هوا یې ککړه کړې، صوتي ککړتیا یې هم رامنځه کړې او د سیمې ډېری اوسېدونکي د یادو فابریکو له ځورونکي غږه شکایت کوي.

په ورته مهال، احمد بلال چې د صعنتي پارک په ۵مه کوڅه کې د کلي او صنعتي فابریکو ترمنځ اوسېږي، په دغه کلي کې د تولیدي فابریکو له لوګي شکایت کوي.

هغه زیاته کړه: «هغه فابریکې چې غلیظ لوګی خپروي، یوه یې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې دي، د بېلګې په ډول، یو له دغو فابریکو، د «عبدالله اتحاد» د اوسپنې ویلې کولو فابریکه ده چې د څرخې پله د صنعتي پارکونو په پنځمه کوڅه کې ده؛ فلتر هم نه لري، خو غلیظ لوګی تولیدوي او د سیمې هوا یي ډېره ککړه کړې ده.»

د هغه په وینا، د سیمې اوسېدونکو د خپلې دې ستونزې د حل په موخه څو ځلې د تولیدي فابریکو له رییسانو سره کتلي، خو تر اوسه یې  د حل لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

دغه راز د سیمې بل اوسېدونکي حیدر احمدي هم د نورو مرکه کوونکو په څېر، په یاده سیمه کې د تولیدي فابریکو د سخت لوګي په اړه شکایت کوي.

هغه وایي: «د اوسپنې ویلې کولو په فابریکو کې غېرمعیاري سون او د فلترونو نه لګول، یوه له جدي ستونزو ده چې هوایي ککړه کړې، د شپې پر مهال زموږ د سرایونو او کورونو په شاوخوا کې تور رنګه لوګي لیدل کېږي، له یوې خوا زموږ روغتیا ته ډېر زیان رسوي او له بل لوري چاپېریال ککړوي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ چې خپلې جامې مینځو، پر تنابونو له اچولو لږ وروسته پرې تور رنګه څاڅکي لیدل کېږي، په ځانګړې توګه پر سپینو جامو د لیدلو وړ دي.»

سرچینې یادونه وکړه، دغه فابریکې ډېر وخت د شپې له خوا فعالیت کوي او هغه غږ چې له فابریکو خپریږي، د خلکو د نا ارامه کېدو لامل شوی او خوب ته یې نه پریږي؛ غږیزه ککړتیا د خلکو د ځورېدو لامل کېږي.

احمدي له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې پاملرنه وکړي؛ ځکه صنعتي پارکونه چې له یادې سیمې چاپېر دي، د دې سیمې اوسېدونکو ته جدي روغتیایي خطر بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ډاکټران له تولیدي فابریکو تولیدېدونکی غلیظ لوګی د روغتیا لپاره خطرناک بولي.

د طب پوهان: غلیظ لوګی چاپېریال ککړوي او د روغتیا لپاره خطرناک دی

په کابل کې د غضنفر انسټېټیوټ استاد ډاکټر ذبیح الله مهمند وایي، د چاپېرل ککړېدو یو اصلي لامل هغه لوګی دی چې له فابریکو تولیدیږي.

هغه یاد لوګی د هېوادوالو روغتیا ته خطرناک وباله او زیاته یې کړه: «د هوا ککړتیا د خلکو پر روغتیا، په ځانګړې توګه تنفسي سیستم باندې ناوړه اغېزه لري او معمولاً لویان او ماشومان په اسما برانشیال (نفس تنګۍ) ناروغیو لکه د ستوني درد، تبه او ټوخي اخته کېږي.»

هغه په صنعتي فابریکو کې د فلترونو پر لګولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په فابریکو کې د فلترونو په نصبولو سره به له ډېر غلیظ لوګی مخنیوی وشي او د فلترونو لګول باید لازمي وي.

د فابریکو مالکان وایي: موږ په خپلو فابریکو کې فلتر لرو

په همدې حال کې د «خان‌سټبل» د اوسپنې ویلي کولو فابریکې یوه شریک صیف‌الله زاهدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د خان‌سټیل اوسپنې ویلي کولو فابریکه د اوسپنې ویلي کولو لپاره د برېښنا له سیسټمه کار اخلي او د هوا د تصفیې لپاره یې هغه فلتر چې له جرمني هېواد نه اخیستل شوی، لګولی دی.»

نوموړي په دې اړه چې دغه فابریکي تر کومي کچي د چاپېریال له ککړتیا مخنیوی کړی؟ وویل: «دا مهال، سربېره پر دې چې د هوا د پاکوالي فلتر مو لګولی، زموږ د سون سیستم، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ له لوري په جدي ډول څارل کېږي.»

د «عبدالله اتحاد سټیل مل» د اوسپنې ویلي کولو شرکت مسوول قاري شمال‌خان شینواري پژواک ته وویل، دغه شرکت د اوسپنې ویلې کولو برخه کې کار کوي او د لوګي خپرېدو د مخنیوي لپاره د هوا له پاکوونکي سیسټم (فلتر) نه ګټه اخلي.

نوموړي په دې اړه چې له فابریکو د لوګي د تولید په تړاو د سیمې د خلکو شکایتونه ځوروونکي دي؛ داسې ځواب ورکړ چې په صنعتي پارکونو کې یوازې د اوسپنې ویلي کولو او نورې تولیدي کارخوني فعالیت نه کوي، بلکې صنعتي پارکونو ته نږدې ډېر د استوګنې کورونه جوړ شوي چې د فابریکو د کار او فعالیت له جریانه زیانمنیږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، په داسې وضعیت کې چې امکانات کم دي او په معیاري ډول د فابریکو فعالیت یو ستونزمن کار دی، خو له دې سره سره هم که د سون توکي په سمه توګه وکارول شي، نو لږ لوګی خپریږي.

د «عبدالله اتحاد سټیل مل» مسوول وویل: «د هوا له ککړتیا د مخنیوي لپاره تر یوې کچې کنټرول راغلی او فکر نه کوم، په راتلونکي کې هم دغه ستونزه هواره شي.»

نوموړي په افغانستان کې د فابریکو د فعالیت پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «له نېکه مرغه زموږ د فابریکې فعالیت په سټنډرډ شکل جریان لري او دا مهال، د هغه پر وړاندې ستونزې، د رقابت د بازار نشتوالی دی، که د هېواد په داخل کې د ګول سیخ … مارکېټ جوړ شي، د ایران هېواد د تولیداتو او وارداتو مخه به ونیول شي.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې له هېواده د اوسپنیزو توکو د قاچاق مخه ونیسي او د دوی د فعالیت د دوام لپاره دوامداره برېښنا برابره کړي.

د کابل ښاروالۍ ځواب

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل: «هغه فابریکې چې هوا ککړوي، د اوسپنې ویلي کولو فابریکې دي؛ خو کومه سروې چې زموږ له خوا ترسره شوې، شته فابریکو فلترونه نصب کړي دي؛ خو دا چې خپل فلتر د سرغړونې په ډول نه چالانوي او یا پلمې کوي چې برېښنا نه لرو، دا بېله موضوع ده.»

د هغه په وینا، د کابل ښاروالي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره یو ځای په دوامدار ډول څارنه کوي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

هغه په دې اړه چې ګواکې د سیمې خلک د صنعتي پارکونو له فعالیته شکایت لري، وویل: «له فابریکو جدي او په دوامداره ډول څارنه کېږي او ستونزې په خپله د دغه ځای خلکو رامنځته کړې چې په خپلسرو او غېر پلاني کور جوړونې یې لاس پورې کړی او په دې ځای کې مېشت شوي دي.»

Visits: 133

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.