ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې تېر کال د کال‌دانې ١٧٨٥ پېښې ثبت شوې دي

خوست کې تېر کال د کال‌دانې ١٧٨٥ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
17 May 2022 - 11:40
خوست کې تېر کال د کال‌دانې ١٧٨٥ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
17 May 2022 - 11:40

خوست ښار (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۱): د خوست د ملاريا او لشمانيا مرکز وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په درېيو ربعو کې د لشمانيا يا کال‌‍دانې ۱۷۸۵ پېښې ثبت شوې دي.

د خوست د ملاريا او لشمانيا مرکز مشر ډاکټر ګلاب جان زیاتوي چې د تېر ۱۴۰۰ لمريز کال په درېيو ربعو کې ۳۶۶۹ کسان دغه مرکز ته د عادي ملاريا د تشخيص او درملنې لپاره ورغلي دي.

نوموړي چې پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې د يادو کسانو له ډلې ٤٨٠ يې د ملاريا مثبت واقعات درلودل چې پر خپل وخت وړيا تداوي شوي دي.

خو هغه په خپلو خبرو کې وويل چې د ملاريا په نسبت د لشمانيا مثبتې پېښې چې په عامه لهجه کې ورته کال‌دانه هم وايي، زياتې شوې دي.

ډاکټر ګلاب‌جان وايي چې د تېر ۱۴۰۰ لمريز کال په درېيو ربعو کې له دوی سره د لشمانيا ۱۷۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دی زياتوي: «د نورو کلونو په نسبت د ملاريا واقعات راکمې شوې ولې د لشمانيا واقعات اضافه شوي دي، د لشمانيا ځکه اضافه شوي چې دوا يې په موضوعي ډول تطبيقېږي، بعضې وخت درمل نيمګړي شي او بل ځيني کسان له خارجه مثلاً پاکستان نه راځي او دغه مرض لري.»

نوموړي دغه راز د ملاریا د مثبتو پېښو کمېدو عمده لامل د دوی له خوا عامه پوهاوی او د دې ناروغۍ پر وړاندې د خلکو د وقايوي تدابيرو مراعاتول بولي چې يو يې د پشه‌خانو استعمال دی.

خو هغه زياتوي چې له تېرو دوو کلونو راهيسي د مرستندويه موسسو له طرفه د پشه‌خانو د وېش عمومي کمپيان درېدلی دی.

ډاکټر ګلاب‌جان زياته کړه: «که چېرې د خوست په مرکز او ولسواليو کې پشه‌خانې دوباره ووېشل شي؛ ځکه چې د هغو څلور کاله پوره شوي او دا څلور کاله وخت لري، که چېرې بيا پشه‌خانې ووېشل شي، نو د ملاريا واقعات به نيمايي ته راټيټ شي.»

ده وويل چې د ملاريا او لشمانيا مرکز ترڅنګ د ولسواليو په ټولو روغتيايي کلينيکونو کې د ملاريا او لشمانيا د تشخيص او تداوي اړوند ټول طبي لوازم او درمل موجود دي.

هغه وايي، د دې لپاره چې د دغو دواړو ناروغيو مخه په ښه ډول نيول شوې وي، خلک بايد وقايوي تدابير نور هم په سم ډول مراعات کړي او له ناپاکو ځايونو ځانونه لرې وساتي.

نوموړي زياتوي: «هغه پشه‌خانې چې خلکو ته ورکړل شوي دي، بايد درست يې استعمال کړي، هغه مريض چې ډاکټر يې د ملاريا يا لشمانيا تشخيص کړی، دوا يې بايد پر خپل وخت وخوري؛ يعنې دا چې اوله ورځ، دويمه ورځ څو څو ملي ګرامه ګولۍ خوړل کېږي، د ډاکټر له هدايت سره سم يې بايد وخوري. »

ډاکټر ګلاب جان دغه راز په خپلو خبرو کې وويل چې د ملاريا درملنې موده له درېيو ورځو نيولې تر دوو اونيو پورې وخت نيسي، خو د لشمانيا تداوي بيا تر اتو اونيو پورې وخت ته اړتيا لري.

د يادونې ده، خوست او ننګرهار د افغانستان د هغو ولايتونو په ډله کې دي چې د ملاريا او لشمانيا پېښې په کې ډېرې ليدل کېږي.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.