ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیاستوال د نوي جوړ شوي کمېسیون په غبرګون کې: حکومت دې نوره هم خپله سینه پراخه کړي

سیاستوال د نوي جوړ شوي کمېسیون په غبرګون کې: حکومت دې نوره هم خپله سینه پراخه کړي

author avatar
22 May 2022 - 17:04
سیاستوال د نوي جوړ شوي کمېسیون په غبرګون کې: حکومت دې نوره هم خپله سینه پراخه کړي
author avatar
22 May 2022 - 17:04

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): ځیني افغان سیاستوال «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» د جوړښت هرکلی کوي، خو وایي، تګلاره یې د یادو شخصیتونو د سیاسي راتلونکې په اړه وضاحت نه لري او حکومت باید نوره هم خپله سینه پراخه کړي.

په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته تللي او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي، خو د تېر کال د کب په ۲۵مه د افغانستان د سرپرست حکومت کابینې، د مولوي شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون» جوړښت تصویب کړ او تېره ورځ دغه کمېسیون خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.

د یادې کړنلارې مهم ټکي:

  • د ټولو سياسي او نظامي شخصيتونو لپاره هېواد ته د راتګ زمينه برابروو.
  • په عفوه کې ټول هغه افغانان شامل دي چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت پر وړاندې درېدلي وو.
  • هيڅوک د راستنېدونکو سياسي او نظامي شخصيتونو د نيولو او ځورولو حق نه لري.
  • که چېرې راستنو شوو اشخاصو ته د هر چا له لوري ګواښ متوجه شو، کولی شي کمېسیون ته خبر ورکړي.
  • لومړیتوب د دوی راستنېدل دي او د سیاسي فعالیت په اړه به وروسته پرېکړه وشي.
  • د هغوی شخصي امنیت تامینولو لپاره د کمېسیون له لزوم دید سره سم د استخباراتو په چوکاټ کې هغوی ته ساتونکي هم ورکولی کېدای شي.
  • راستنېدونکي افغانان – چې د خصوصي سکټور په برخه کې فعالیت او کار کول غواړي او یا یې مخکې په دې برخه کې کار کاوه – د حکومت له لوري د کار کولو ممکنه اسانتیاوې ورته برابرېږي.

بهرمېشتې افغان سیاستوال په دې اړه څه وایي؟

د پاکستان په چارو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار محمد عمر داودزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د یاد کمېسیون ایجاد ستر او نېک اقدام دی.

ده له جزېیاتو ورکولو پرته وویل: «موږ د امارت اسلامي له دغې ارادې هرکلی کوو، د دې طرزالعمل د عملي کولو لپاره څه نور مدني، حقوقي او سیاسي وضاحتونو ته ضرورت شته، دا شاید اوږده پروسه وي، عملي کول یې حوصله او دوامداره کوشش ایجابوي.»

د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند او د ارشاد، حج او اوقافو پخوانی وزیر مولوي عبدالحکیم منیب – چې دا مهال بهر کې اوسي – هم د یاد کمېسیون د جوړښت هرکلی کوي او وایي چې د کمېسیون په تګلاره کې د بهر مېشتو افغان سیاستوالو د امنیت په اړه اندېښنو ته تر یوه بریده ډاډ ورکړل شوی دی.

خو دی وایي چې په یاد تګلاره کې د سیاسي شخصیتونو سیاسي راتلونکې نه ده پیشبینې شوې، ښه به وي چې دغه تګلاره یوه څه نوره هم غني شي او د یادو شخصیتونو د سیاسي فعالیتونو په اړه ځیني وضاحتونه ورکړل شي.

ده وویل: «افغانستان زما کور دی، زما هېواد دی، زه افغانستان ته ستنېږم، افغانستان ته په ستنېدو خوښ یم.»

منیب وایي، هغه کسان چې یوازې د امنیت له پلوه اندېښنې لري او غواړي په افغانستان کې نور شخصي کاروبار ولري، نو دغه تګلاره ورته کاملاً ځواب ویونکې ده.

د ولسي جرګې پخوانی غړی ننګیالي لونګ – چې هغه هم له هېواده بهر اوسي- وایي چې د یاد کمېسیون جوړښت د بهرمېشتو افغانانو او سیاستوالو لپاره ښه خبر دی.

ده وویل: «ما تګلاره ولوسته، په دې تګلاره کې ټولو کسانو ته مصونیت ورکړل شوی چې دا ډېره ښه خبره ده او هغو کسانو چې د خپل امنیت په اړه یې اندېښنه درلوده، اوس به یې دغه اندېښنه تر ډېره حل شوې وي.»

هغه هيله څرګند کړه چې د دغه کمېسیون په جوړولو سره به ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند او د پوځي چارو شنونکي جنرال دولت وزیري هم وایي، تجربو ښودلې چې په زور حکومت نه کېږي او اوس د افغانستان د حل یوازېنۍ لار ملي یووالی دی چې ټول افغانان د هېواد جوړولو لپاره لاس په کار شي.

ده وویل: «وطن وران شوی، خلک له جګړو ستړي دي، خلک وږي دي، د دې کمېسیون ایجاد زه یو نېک کار بولم، خو چې په عملي توګه کار وکړي او هغه کسان چې دوی یې دعوت کوي، باید ورسره شوې ژمنې عملي کړي.»

وزیري وایي چې د افغانستان اوسنی حکومت باید د هېواد کادرونو ته دندې ورکړي او هر څوک باید خپل ځان په حکومت کې وګوري.

ده وویل: «امارت اسلامي یو نظام دی او طالب یو ګوند دی چې ټولنه یې مني، خو نظام د ټولو افغانانو دی او طالبان باید دغه فکر له ځان سره ولري چې نظام د ټولو دی، که چېرې دغه فکر له طالبانو سره پیدا شي، دا عقیده ومني او ټول افغانان په ګډه سره کار وکړي، نو د دغه کمېسیون ایجاد به ډېرې ښې لاسته راوړنې ولري.»

د ملي دفاع وزارت یو بل پخوانی جنرال عبدالرازق صافی هم چې اوس مهال له هېواد بهر دی، وایي چې د یاد کمېسیون د جوړښت هرکلی کوي او حکومت باید په دې اړه بهر کې مېشت افغانان نور هم وهڅوي څو خپل هېواد ته راستانه شي.

ده وویل: «افغانستان د افغانانو کور دی، کوم عزت چې دلته دوی ته ورکول کېږي، په هیڅ ځای کې نه ورکول کېږي، ټول افغانان باید خپل هېواد ته راستانه شي او په ګډه د خپل هېواد د ابادۍ لپاره مټې را بډ وهي.»

ده د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل څو د بېرته راستنېدونکو افغانانو امنیت او ورسره نورې شوې ژمنې عملي کړي.

په کور د ننه مېشت افغان سیاستوال څه وایي؟

د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل الهادي مسلمیار وایي، سیاسي تفاهم، سیاسي نرمښت او ټولو افغانانو ته پر یو ټغر د راټولېدو او د یووالي غږ، کولای شي شته ستونزې له منځه یوسي او افغانستان د بریا او پرمختګ پر لور ګړندی مزل وکړي.

ده وویل چې د یاد کمېسیون د جوړښت هرکلی کوي او باید د افغان شخصیتونو د بېرته راستنېدو کمېسیون له بهره بېرته هېواد ته راتلونکو افغان سیاسيونو او شخصیتونو ته لا ډېرې اسانتیاوې چمتو کړي، د هغوی د ښه ژوند، ګډ کار کولو او د هغوی له تجربو د ګټې اخیستنې لپاره فرصتونه رامنځته کړي، څو په پوره ډاډ او باور سره دلته خوندي ژوند ولري او د خپل وطن په غېږ کې د ارام ساه واخلي.

ده وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی، امارت اسلامي باید داسې نظام جوړولو لپاره هم پراخه سینه ولري چې ټول په کې خپل ځانونه وګوري او نظام په ګډه سره وچلوو، موږ یوازې د سیاسي تعامل، ډیالوګ، مخامخ خبرو اترو، زغم، حوصلې او یو د بل منلو له لارې کولای شو ثبات او سوکالۍ ته ورسېږو.»

ده په بهر کې له مېشت افغان مشرانو، سیاسیونو، علمي کادرونو او په هېواد کې دننه هم د اوسني حکومت له مخالفینو وغوښتل چې د یاد کمېسیون په همکارۍ او ملاتړ په عزت او خوندي طریقه هېواد ته راستانه شي، په خپل وطن کې د درنښت او شرف ژوند وکړي او د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په برخه کې خپله ونډه واخلي.

د ننګرهار پخوانی والي ضیاوالحق امرخېل هم وایي چې د یاد کمېسیون جوړښت په نېک فال نیسي. هغه زیاتوي چې له هېواده بهر مېشت افغانان هم د هېواد دننه د ژوند کولو، په نظام کې د کار کولو او د سیاسي مبارزې حق لري.

ده د یادې کړنلاې په اړه زیاته کړه: «توقع زموږ لږ ډېره وه، دوی باید لږ نور هم سینه پراخه کړې وای، هغه په دې معنې چې دوی باید په لایحه کې لږ واضح کړې وای چې افغانان دلته د سیاست کولو حق لري، دلته په نظام کې د کار کولو حق لري، یوازې د ژوند کولو اطمینان ورکول کفایت نه کوي؛ ځکه دوی له هېواده بهر هم ډېر ډاډمن ژوند لري.»

ده وویل چې د حکومت د سینې پراخول به په هېواد کې د تلپاتې سولې او دایمي ثبات لامل شي.

خو د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي – چې دا مهال له هېواده بهر اوسي – وایي، فکر نه کوي چې د دغه کمېسیون ایجاد د یوه سیاسي تفاهم لپاره یوه رښتینې هڅه وي؛ ځکه چې د سرپرست حکومت چارواکو په قول او عمل کې ډېر زیات تضاد شتون لري.

ده وویل: «د دغه کمېسیون ایجاد په حقیقت کې د پخوانیو سیاستوالو لپاره تلک دی چې دوی په کې په یو ډول منحصر کړي، که چېرې دغسې نه وي، کرزی صاحب د هېواد دننه دی، ولې بهر ته د تګ اجازه نه ورکوي او بندیزونه یې پرې وضع کړي، شهاب الدین دلاور واضح وویل چې دغه کمېسیون د مذاکرې لپاره نه دی، بلکې د دې لپاره دی، هغه کسان چې غواړي هېواد ته راشي، دوی ورته زمینه برابروي.»

د ده په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت غواړي چې پخواني چارواکي هېواد ته راولي، څو په نورو هېوادونو کې سیاسي فعالیت او هڅې ونه کړي.

Visits: 4426

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.