ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تهران کې د سپاه پاسداران یو افسر وژل شوی

تهران کې د سپاه پاسداران یو افسر وژل شوی

author avatar
24 May 2022 - 00:32
تهران کې د سپاه پاسداران یو افسر وژل شوی
author avatar
24 May 2022 - 00:32

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د ایران د انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران یو لوړپوړی افسر په تهران ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ډګروال صیاد خدايي په نوم دغه افسر پرون مازدیګر د تهران په ختیځ کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې بریدګر پر دوو موټرسایکلونو سپاره وو او پر صیاد خدایي یې په داسې حال کې ډزې کړې چې په خپل موټر کې سپور و، پنځه مرمۍ پر هغه لګېدلې او ځای پر ځای وژل شوی دی.

ډګروال صیاد خدايي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک غړی و چې د سوریې او عراق په جګړو کې یې مهم رول لوباوه.

که څه هم هيڅ کومې ډلې لا د دغه ایراني جګپوړي افسر د وژلو مسولیت نه دی منلی، خو د ایران انقلابي ګارد امریکا او د هغه متحدین د صیاد خدايي په وژنه کې پر لاس لرلو تورن کړي دي.

له دې مخکې ایراني چارواکو اسرایل تورن کړی و چې په ورته وژنو کې لاس لري.

د ایران ولسمشر د دې وژنې د غندلو ترڅنګ ویلي چې بریدګر به خامخا نیول کېږي.

د ایران انقلابي ګارد په یوه خبرپاڼه کې صیاد خدايي د “حرم دفاع کوونکی” بللی دی.

“د حرم دفاع کوونکي” د سپاه پاسداران هغې ډلې ته ویل کېږي چې په سوریه کې جګړه کوي.

د یادونې ده، په ۲۰۲۰ کال د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخري‌زاده له وژنې وروسته د لوړې کچې یوه وژنه ده چې په تهران کې ترسره کيږي.

Visits: 97

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.