ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان ولایت کې په لومړي ځل د کتابونو نندارتون جوړ شو

بغلان ولایت کې په لومړي ځل د کتابونو نندارتون جوړ شو

author avatar
29 May 2022 - 03:01
بغلان ولایت کې په لومړي ځل د کتابونو نندارتون جوړ شو
author avatar
29 May 2022 - 03:01

پلخمري ( پژواک ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): په لومړي ځل د بغلان ولایت په مرکز پلخمري  ښار کې د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري دکتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

بغلان ولایت د پلخمري ښار کتاب پلورنځیو ګڼ شمېر بېلا یېل کتابونه تر بل وخت  لس سلنه ټیټه بیه نندارې ته پکې  وړاندې کړل.

د دې ولایت د اطلاعات او کلتور رییس مولوي مصطفی هاشمي پژواک ته وویل  چې د کتاب نندارتون  جوړېدو موخه یې د کتاب نړیوالې ورځې په ویاړ کتاب او د کتاب  کتنې او لوستنې سره مینه پیدا کول  او هغه واټن چې د لوستونکو او کتاب ترمنځ رامنځته شوی  کم یا هم له منځه وړل وو.

هغه زیاته کړه، په وروستیو کې د کتاب مطالعې فرهنګ کم رنګه شوی اوس خلک د کتاب لوستو په پرتله  موبایل ګوري.

دی وایي: (( هدف مو دا وه چې ځوانان کتاب لوستو ته مخه کړي کتاب سره  بیا ملګري شي او هغه  مهم موضوعات چې له کتاب څخه یې ترلاسه کولای شي ممکن په موبایل کې نه وي،  نو ځکه مو کتاب تر موبایل غوره وباله او غوښتنه مو داده چې ځوانان بیا ځل کتاب لوستو ته مخه کړي اقتصادي , سیاسي او ټولنیز معلومات تر لاسه کړي ))

نندارتون ته راغلی محمد کریم وايي،  لومړی ځل دی چې د کتاب نندارتون ته راځي او د خپلې خوښې څو کتابونه یې راونیول .

دی وايي ترټولو ښه کار همدا  کتاب نندارې ته وړاندې کول دي چې لوستي کسان یې مطالعه او یو څه ترې زده کړي.

د نارینه و تر څنګ یو شمېر نجونو هم  په دغه نندارتون کې ګډون درلود، ددوی له ډلې د شهر بانو په نوم د اوونېزې مدیر مسوولې رحیمه عثماني پژواک ته وویل د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو راهیسې لومړی ځل دی چې د کتابونو نندارې ته له کوره راووځي.

هغې زیاته کړه : (( زه د یوې اوونیزې مسووله یم له نهو میاشتو راهیسې مې د ځینو ستونزو له امله چاپ نه شوه کړای د کتابونو ننني نندارتون  ته د خلکو راتګ ته په کتو غواړم چې په نږدې راتلونکي کې یې بیا چاپ پیل کړم . ))

د بغلان د پوهنې او روزنې رییس مولوي محمد نور عزیزي  چې د نندارتون لیدو ته راغلی و وايي  د لوستي انسان ترټولو ښه او نږدې ملګری همدا کتابونه دي راغلی چې څونوي کتابونه را ونیسي .

هغه وویل ، ځوانان دې د نورو کارونو ترڅنګ مطالعه هم کوي او هغه کتابونه چې د ژوند لارې، پرمختګ او اقتصادي برخې معلومات په کې دي زیات مطالعه کړي .

Visits: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.