ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي کروندګر: حکومت دې د وچکالۍ مهارولو لپاره اقدام وکړي

د دایکنډي کروندګر: حکومت دې د وچکالۍ مهارولو لپاره اقدام وکړي

author avatar
1 Jun 2022 - 18:25
د دایکنډي کروندګر: حکومت دې د وچکالۍ مهارولو لپاره اقدام وکړي
author avatar
1 Jun 2022 - 18:25

نیلي (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د دایکنډي اوسېدونکي او کروندګر په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله اندېښمن دي او له حکومته د خلکو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د دایکنډي په مرکز کې یوه بزګر حاجي خیرمحمد پژواک ته وویل، له سرپرست حکومته خوښ دي؛ ځکه چې په دغه ولایت کې بشپړ امنیت دی؛ خو دا بسنه نه کوي او حکومتي مسوولین باید وچکالۍ ځپلو خلکو سره مرسته هم وکړي.

هغه وویل: «وچکالي او بېکاري اوج ته رسېدلې، نه دې کرنې لپاره اوبه شته او نه د څښلو لپاره، له بلې خوا کښتونه هم د له منځه تلو په حال کې دي.»

نوموړي زیاته کړه، پنځه زامن لري چې ټول یې بېکاره دي، خپله د وچکالۍ له امله اړدی چې دوکاندارۍ ته مخه کړي.

د دایکنډي دغه اوسېدونکي وویل، اوس چې دا وچکالۍ د مهارولو نه ده، خو دولت کولی شي چې د ډېرو موسسو په همغږي کولو سره خلکو ته مرستې ورسوي.

د هغه په خبره، تر اوسه شوې مرستې خلکو ته بسنه نه ده کړې او له بلې خوا دغه مرستې مستحقو خلکو ته نه رسېږي.

د سید محمد په نامه د کیتی ولسوالۍ یوه کروندګر بل هغه کس دی چې اړ شوی موچي‌توب ته مخه کړِ.

هغه وایي، دوه کاله کېږي چې نه یی د غنمو حاصل اخیستی او نه د بادامو؛ ځکه د هغه په خبره په دې وروستیو دوو کلونو کې په سیمه کې یې اوبه ډېرې کمې شوې دي.

دغه بزګر وویل: «په تېرو وختونو کې مې له خپلې ځمکې ۲۰۰ منه غنم ترلاسه کول، خو اوس ۲۰ منو ته رسېدلی چې حتی د کورنۍ غذايي اړتیا مې هم نه شي پوره کولای.»

د دایکنډي د دغه اوسېدونکي په خبره، له تېر کال راهیسې په دایکنډي کې ډېر کم اورښتونه شوي او دې موضوع خلک اندېښمن کړي دي.

په همدې حال کې، حکومتي مسوولین هم په دایکنډي کې د وچکالۍ د اغېزو خبره کوي.

د دایکنډي د والي د د فتر رییس او د ولایت اوسني سرپرست محمد‌نور خلیل وویل، وچکالۍ د دغه ولایت د خلکو پر کرنې او مالدارۍ ډېرې بدې اغېزې کړي دي.

هغه وویل، دایکنډي یوه ناسمه جغرافیه لري او له بلې خوا د یاد ولایت خلک نه یوازې دا چې بېوزله دي، کار روزګار یې تر ډېره له کرنې سره تړلی دی.

ده ژمنه وکړه چې د دایکنډي سیمه‌ییز اداره به د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي او په همدې موخه، خلکو ته د مرستو رسونې په خاطر د موسسو له لارې یوه ځانګړې همغږي رامنځته کړې ده.

دغه حکومتي چارواکي زیاته کړه، اوسمهال د حل یوازېنۍ لاره د موسسو له لارې خلکو ته د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته ده او دغه مرستې هره ورځ دوام لري.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.