ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د بلخ په حوزوي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکايت کوي

خلک د بلخ په حوزوي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکايت کوي

author avatar
5 Jun 2022 - 15:40
خلک د بلخ په حوزوي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکايت کوي
author avatar
5 Jun 2022 - 15:40

مزار شریف (پژواک، ١٥ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ ځیني اوسېدونکي د ولایت حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه کې، د بستر له کموالي شکایت لري او ټينګار کوي چې دغه ستونزه بايد هواره شي.

دوی وایي، د سختې ګرمۍ له امله ډېر ماشومان پر موسمي ناروغیو اخته شوي او په یوه بستر کې درې ناروغان پراته وي.

د اړوندې موضوع په اړه د مزار شريف اوسېدونکي علي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر یوه کټ د درېيو ماشومانو بسترول د ناروغیو د سرایت او زیاتوالي لامل کېږي.

هغه وایي: «دا ډېر لوى مشکل دى، په يو کټ کې درې څلور ماشومان اچولي وي، هم نه ځايږي او هم مرضونه له يو نه بل ته تيريږي.»

دغه راز، په حوزوي روغتون کې د کشندې ولسوالۍ اوسېدونکي فضل منان پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې خپل ناروغ ماشوم حوزوي روغتون ته راوړى دى.

ده وويل چې د ماشومانو د بستر په برخه کې ستونزې ډېرې دي؛ څو ماشومان په يوه چپرکټ کې بستر دي.

هغه وایي: «نن مې ډاکټرانو سره هم همدا خبره مطرح کړه چې ولې بسترونه کم دي، بايد دغه مشکل حل کړي.»

په ورته وخت کې يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

بلخوا، د حوزوي روغتون مسوولين هم دغه ستونزه تاييدوي.

د حوزوي روغتون رييس ډاکټر غوث‌الدین انوري پژواک ته وويل، د بلخ حوزوي روغتون ماشومانو څانګه ۲۰۰ بستره لري چې ځیني وخت د موسمي ناروغیو له امله سلګونه ماشومان بستر ته اړتيا پيدا کوي.

هغه وايي: «په داسې حالاتو کې بيا موږ مجبورېږو چې له يوه بستر نه څو کسانو ته استفاده وکړو.»

د يادونې ده، د بلخ ترڅنګ په کابل کې د افغانستان په تر ټولو لوى د ماشومانو روغتون (اندراګاندي) کې هم، د ماشومانو د بستر په برخه کې ورته ستونزه شته.

Visits: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.