اټلانټا (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱) : د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وایي چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت پر ناسم مسیر روان دي او ترڅو چې دریځ بدل نه کړي، په رسمیت نه پېژندل کیږي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک په یوه رسمي سفر نن اسلام اباد ته رسیدلې وه، خو دا چې د کرونا ټسټ یې مثبت راغلی، نو خپل سفر یې په نیمایي کې پرېښوده او بېرته ولاړه.
پاکستان څخه له بیرته تګ څخه مخکې هغې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره ولیدل او بیا یې په یوه ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ټاکل شوې وه، چې نوموړې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري، خو نورې لیدنې کتنې او بوختیاوې یې پاتې شوې او ولاړه.
د جرمني د ډي ډبلیو رسنۍ د خبر له مخې، د بهرنیو چارو وزیرې بلاول بوټو زرداري سره په ګډه خبري غونډه کې د نورو موضوعاتو د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم خبرې وکړې.
انالینا بیربوک وویل چې د نورو موضوعاتو تر څنګ یې له پاکستاني چارواکو سره افغانانو سره د مرستې، آلمان ته د اړمنو افغانانو پر انتقال او د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي.
هغې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې باید په افغانستان کې د سرپرست حکومت مشرانو ته پيغام واستوي چې هغوی پر ناسم مسیر روان دي او ترڅو چې دریځ بدل نه کړي، په رسمیت نه پيژندل کیږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل: «تر څو پورې چې طالبان په دې لارې روان وي، د افغانستان د مشروع حاکمانو په توګه د هغوی د رسمی پېژندلو او د اړیکو د عادي کولو لپاره به کوم فرصت موجود نه وي.»
نوموړې د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښکاره کړه او په دغه هیواد کې ېې د ېوې انساني فاجعې د پېښیدو خبرداری ورکړ.
میرمن انا لینا وويل: «دا چې په افغانستان کې څه پيښيږي په اړه ېې زموږ اغیز ډير محدود دی. دا پخپله په طالبانو پورې اړه لري چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره منطقي موخي انتخاب کړي، خو دا هغه څه نه دی چې دوی [طالبان] ېې ترسره کوي.»
له دې هر څه سره سره هغې وویل چې نړیواله ټولنه به افغانان هېر نکړي او زیاته یې کړه چې هغوی به له افغانانو او په خاص ډول له ښځو او نجونو سره، چې تر بل هر وخت اوس ډېرو مرستو ته اړتیا لري، همکاري او مرسته روانه ساتي.
هغې د خبري کنفرانس پر مهال زیاته کړه چې آلمان او پاکستان، د پاکستان له لارې د افغان کډوالو د چټک انتقال لپاره خپل اړوند سیستمونه بيا تنظیم کړل او له دې لارې د تیرو څو میاشتو په جریان کې څه باندې ۱۴ زره افغانان په ځانګړې توګه هغه چې له خطر سره مخ وو، وتوانیدل آلمان ته سفر وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي وو، چې حکومت په سیاسي او اقتصادي توګه په سم مسیر روان دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن